د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و پاکستان جنګ به تهذیبونه له منځه یوسي


پاکستان او هند ترمينځ جوهري جنګ دوه ارب انسان وژلای شي او زياتوي چې جنګ کاختي رامينځ ته کولای شي او دا رنګه دانساني تهذيب له مينځه وړلی شي.

د جوهري جګړي د مخنيوي نړيوال سازمان وايي، د پاکستان او هند ترمينځ جوهري جنګ کاختي يا لوږه رامينځ ته کولای شي چې له وجي يې دوه اربه انسان وژل کيدلای شي او دا شان انساني تهذيب له مينځه وړلای شي.


د جوهري جګړي د مخنیوي نړيوال سازمان انټرنيشنل فزيشنز فار دي پريونشن آف نيوکليئر وار اينډ فزيشنز فار سوشل پوسبلټي خپله څيړنه د سېشنبې پر ورځ خپره کړې ده.

هم دې سازمان د دوه زره دوولسم کال د اپرېل په مياشت کې د دې څيړنې لومړنۍ جائزه خپره کړې وه چې پکي ويل شوي ول چې ايټمي جنګ تر يو ارب زيات خلک وژلای شي.

خو سازمان د سېشنبې پر ورځ ويلي، چې د پاکستان او هند ترمينځ جوهري جنګ دوه ارب انسان وژلای شي او زياتوي چې جنګ کاختي رامينځ ته کولای شي او دا رنګه دانساني تهذيب له مينځه وړلی شي.

سازمان د خپل رپورټ په دویمه برخه کې وايي، دوی پر چين د پريوتونکي اثر سمه اندازه نه وه لګولای.

د برتانيیا ډيلي ټيلي ګراف د رپورټ د ليکوال ايرينا هلفنډ له خولې وايي، په خپل رپورټ کې يې ځکه زياته توجه د پاکستان او هند ترمينځ په ممکنه ايټمي جنګ ورکړې چې د دواړو هيوادونو ترمينځ اوږد مهاله تاوتريخوالی شتون لري.

رپورټ زياتوي د جوهري جنګ تابکاري مادې په لومړيو څلور کلنو کې د چين د وريژو حاصلات يوويشت او په وروستو شپږ کلونو کې لس فيصده کمولی شي.

دا شان د رپورت په خبره د جوهري جنګ وروسته په لومړي کال کې د چين د غنمو پيداوار پنڅوست فیصده کمولی شي او آن لس کاله وروسته به هم دا شرح يو ديرش فيصده وي.

رپورټ پر مخ ليکي آن که د هيوادونو ترمينځ په محدوده پيمانه هم جوهري جنګ وشي نو دا به فصلونه تباه کړي چې له وجي به يې د خوړو نوړيوال بازار له بحران سره مخامخ شي.

د ډيلي ټيلي ګراف په خبره رپورټ وايې، د جوهري جنګ دقيق يا د پوره اغيز اندازه لګول نا ممکنه ده. د رپورټ ليکوال وايې په دې اړه نورو څيړنو ته ضرورت دی.

دا شان دی وايې، چې د جوهري هيوادونو تګلاره جوړونکونکې د جوهري جنګ له وجي د زيږديدونکي کاختي يا لوږي اندازه په پام کې نه نيسي.
XS
SM
MD
LG