د جورجیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې تیار دی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت د یوې برخې په توګه دغه هېواد ته پوځي روزونکي او ډاکتران ولېږي.
د جورجیا د بهرنیو چارو وزیر "مایا پنيکیدزې" (Maia Panjikidze) دا خبره پرون (چارشنبه) په بروکسل کې د ناټو او په افغانستان کې د ایساف په ماموریت کې د شاملو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وکړه.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په دوه ورځینۍ غونډه کې، چې پرون پای ته ورسېده، په افغانستان کې پر خپل راتلونکې ماموریت او د افغانستان د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمریز کال په وري یا حمل کې وشي.
په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران ضرار احمد مقبل او عمر داوودزي هم ګډون کړی و.