د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د امنیتي تړون د ژر لاسلیکېدو غوښتنه وکړه


د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون د چارشنبې پروځ په بروکسل کې د افغانستان له بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو سره په کتنه کې د امنيتي موافقې د ژر لاسلکېدو غوښتنه وکړه.

د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو پرون د چارشنبې پروځ په بروکسل کې د افغانستان له بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو سره په کتنه کې د امنيتي موافقې د ژر لاسلیکېدو غوښتنه وکړه.


د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د خپلې دوه ورځينۍ غونډې په پای کې د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ضرار احمد مقبل او کورنيو چارو وزير عمر داوودزي سره وکتل او هغوی ته يې وويل، که افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته د بهرنيانو ملاتړ غواړي نو ژر تر ژره دې له امريکا سره امنيتي موافقه لاسليک کړي.

د ناټو سرمنشي اندرې فوغ راسموسین وويل؛ د ناټو ټولو وزيرانو د افغانستان د حکومت لپاره څرګند پيغام درلود چې امنيتي موافقه ژر لاسليک کړل شي.

په داسي يو حالت کې موږ بايد تر ۲۰۱۴ مخکې د ټولو ځواکونو د ايستلو لپاره پلان جوړ کړو. له همدې کبله ټولو وزيرانو په غونډه کې د افغانستان حکومت ته يو ډېر څرګند پيغام ولېږه او هغه دا چې د دوه اړخيزې امنيتي موافقې لاسليک ضروري دي."

تر دې مخکې پرون د هالنډ د بهرنيو چارو وزير "فرانس ټيمرمنس" وويل؛ که افغانستان امنيتي موافقه لاسليک نه کړي دا به يو سخت او جدي ګوزار وي.
XS
SM
MD
LG