د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له پاکستانه و افغانستان ته د ناټو رسد ودراوه


د ډرون بريدونو او ناټو سپلايي خلاف د تحریک انصاف دا احتجاجي لړۍ د نومبر مياشتې له ٢٣ نيټې جاري ده.

د رايټر خبري اژانس د يو راپور مطابق په پاکستان کې د ډرون بريدونو پر ضد د احتجاج له وجې امريکا د پاکستان د لارې افغانستان نه د ناټو د رسد لړې په عارضي توګه بنده کړيده چې مقصد يې د دغه ګاړو د ډرايورانو تحفظ يقيني جوړول دي.


رايټر خبري اژانس ترمخه د پنټاګون وياند مارک رايټ تيره ورځ ويلې دي دوی خبر دي چې په پاکستان کې ډرون بريدونو خلاف احتجاج له وجې د دوی پوځي سامانونو لاره بنده کړل شوې ده.

اژانس د مارک رايټ له خولې زياتوي په رضا کارانه توګه د ډرايورانو تحفظ لپاره دوی د سامان وړلو دا لړې په عارضي توګه بنده کړې ده.

د ناټو رسد بندلو په اړه د دفاعي چارو کار پوه طلعت مسعود وايي، له دې ګام اوچتولو سره امريکا و پاکستان ته دا پيغام ورکول غواړي چې امريکا به په خپله پاليسې کې څه بدلون نه راولي او ډرون بريدونو به جاري وي.

''د امريکا له اړخه دا پاکستان ته يو پيغام دې چې موږ صرف پر تا انحصار نه کوو. موږ سره نورې لارې هم شته. او دا وخت موږ دا نه شو ګاللی چې ډرايوران او سامانونه په خطر کې واچوو. د دې له وجې ترڅو چې تاسو خپل پاليسي کې وضاحت نه وي کړی او څه قسمه مداخلت به نه وي نو تر هغې پورې به موږ خپله سپلايي نه بحالوو. په دې يو طريقې تاسو ته د امريکا خلاف فايده وه. نو هغې وويل چې ټيک ده که تاسو ودرول غواړې نو ویې دروې، د دې مطلب دا نه دې چې موږ سره نورې لارې نشته''

د دې ترڅنګ د ټرکونو د اتحاديې مشر مشال راډيو ته وويل که يو خوا د مخکې نه د احتجاجونو له وجې يو شمير خلکو کاروبارونو او مزدوريانو ته نقصان رسيدلې دې نو بلخوا اوس به د امريکا دې ګام نه پنځوس زره کورنۍ متاثره شي.

دی زياتوي ډرايوران پدې فيصله خوشاله نه دې. ځکه چې دوی ورسره رزق تړل شوی دی. بل له دې سره چې څومره خلک تړل شوي ده نو هغه که وشمارې نو شاه خوا پنځوس زره کورنۍ دي.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايې صدر اعظم سواتي مشال راډيو ته وويل:

''د ډرون بريدونو خلاف زموږ يو تجويز دی. تاسو د پيښور های کورټ په دې اړه فيصله وګوری. ايمنسټې انټرنيشل وګوری. د قبایلي سیمو شپږ لاکه وګړي وګوری. نو موږ چې وايو ناټو سپلايي بندوو نو د دې لپاره نه بندوو چې امريکا دې افغانستان کې پاته شي. له امريکا سره څه غرض نه لرلو. موږ ځکه دا قدم اوچت کړی دی چې د خپل وطن خپلې فيصلې به موږ کوو''

د ډرون بريدونو او ناټو سپلايي خلاف د تحریک انصاف دا احتجاجي لړۍ د نومبر مياشتې له ٢٣ نيټې جاري ده.
XS
SM
MD
LG