د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې وژنو زور اخیستی، لس تنه مړه


کراچۍ کې پر وژل شویو کسانو خپلوان ویر کوي. ۳دیسېمبر
کراچۍ کې پر وژل شویو کسانو خپلوان ویر کوي. ۳دیسېمبر

په وژل شویو کسانو کې پخپله مشتاق مومند،عبدالرحمان،مجاهد، زرمامد مسود او جمشید شامل دي.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د تشدد په پېښو کې د نهې (سېشبنې ) له مازیګر راهیسې ۱۰ کسان وژل شوي دي . پولیس چارواکي وایي وسله والو د کامران چورنګۍ په سیمه کې د شیعه مسلکه ګوند مجلس وحدت المسلمین رهنما علامه دیدار جلباني او د هغه ساتونکی سرفراز حسین بنګش په ډزو وژلي دي . شیعه ګوندونو د ښاغلي جلباني په وژنه په سند صوبه کې درې ورځنۍ ویر او په کراچۍ کې نن د چهارشنبې په ورځ کاربندیز اعلان کړی دی.


د کاربندیز تر اعلان روسته د کراچۍ ښار په یو شمیر برخو او په ځانګړې توګه د شیعه مسلکه خلکو په ګڼ میشته سېمو کې کاروبارونه په مکمله توګه بند دي . د کراچۍ پوهنتونونو کې نن دچهارشنبې پر ورځ ترسره کیدونکې کلني امتحانونه ځنډول شوي او رخصتي اعلان شوې ده.

د جندالله وسله والې ډلې د یادې پیښې پړه منلې ده . د احمد مروت په نوم یو تن چې ځان ددغې وسله والې ډلې ویاند وایي، تېره شپه ناوخته یې له نامالوم ځایې څخه مشال ریډیو ته د ټلیفون له لارې ویلي چې علامه دیدار جلباني ددوي وسله والو د پنډۍ په مدرسه کې د رامنځته شوې پیښې په غبرګون کې وژلی دی.

د تشدد په یوه بله پیښه کې د دوه مراکشي وګړو په ګډون درې کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي . د مرکزي کراچۍ د پولیسو ایس ایس پي عامرفاروقي له مشال ریډیو سره په خبرو کې د دې پیښې په اړه ویلي.

''په وژل شویو کسانو دوه کسان له مراکش هیواد څخه کراچۍ په تبلیغي جمات کې راغلي و،ددوي سره وژل شوې دریم تن مقامي استوګن دی او ژوبل شوي ۴ نور کسان هم د تبلیغي جمات غړي دي''

د پولیسو ترمخه وژل شوي مراکشیان خطاب الوادي او مجید زرتوي نومیدل.

د کراچۍ د سخي حسن په سېمه په یوه بله ورته رامنځته شوې پیښه کې ۵ قبایلیان وژل شوي دي . پولیس مشر عامر فاروقي د یادې پیښې په حقله وایي:

''د مشتاق مومند نومي یوتن په ګاړي کې پنځه کسان ناست و، چې د سخي حسن په سېمه کې په دوي نامالومه وسله والو ډزې کړي دي ، د ډزو له امله په ګاړي کې ناست ټول پنځه کسان وژل شوي دي ، په دوي کې دوه کسان محسود دي او پاتې درې مومند دي''

په وژل شویو کسانو کې پخپله مشتاق مومند،عبدالرحمان،مجاهد، زرمامد مسود او جمشید شامل دي.

پولیس چارواکي وایي مشتاق مومند د کراچۍ په منګوپیر سېمه کې کاربار لرلو ، په سېمه کې موجودو وسله والو له هغه قلنګ غوښتې و. د هغه سره په کاروبار کې شریک دوه نور ملګري جان افریدي او هدایت الله څه موده مخکې په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د هدفي وژنو او اخ و ډب دا لړۍ په داسې مهال تېره شوې ده چې په دغه ښار کې د تېرو نزدې ۳ میاشتو راهسې عملیات دوام لري . پولیس چارواکي وایي په دغو عملیاتو کې یې تراوسه خواوشا ۸ زره په جرمونو او هدفي وژنو کې مبینه ککړ عناصر نیولي دي .
XS
SM
MD
LG