د لاسرسي ځای

تازه خبر

''معذورانو له پامه لویدلي دي''


په خوست کې د معذورانو وايي، چې حکومت او نړیوالې ټولنې د دوی ټولنیز او اقتصادي ژوندانه ښه کولو ته پوره پاملرنه نه ده کړې.

په خوست کې معذورانو یا معیوبین وايي، چې حکومت او نړیوالې ټولنې د دوی ټولنیز او اقتصادي ژوندانه ښه کولو ته پوره پاملرنه نه ده کړې او تر اوسه هم په زرګونو معلولین، معیوبین او د شهیدانو د کورنیو وارثان شته، چې هغوی له حکومت سره نه دي راجسټر شوي او د حکومت له خوا هغه ناچیزه امتیاز څخه هم نه برخې پاتې دي.


دوی د دې له پاره چې معلولین پر ځان بسیا شي، وړاندیز لاره چې دوی ته دې د حرفوي زده کړو کورسونه جوړ شي او په خوست کې د هغه مصنوعي اعضاوو ورکشاپ دې هم فعال شي، چې درې کاله وړاندې يې ودانۍ پرانیستل شوې او مسلکي کسان يې روزل شوي خو ورکشاپ ته وسایل او توکي نه دي ورکړل شوي.

معلولینو دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ په خوست کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې کوم چې په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر په نووښت جوړه شوې وه.

د بشري حقونو یو تن فعال اخترمحمد سهاک د معلولینو مهمې ستونزې مشال راډیو سره په خبرو کې داسې په ګوته کړې:

((د معلولیت لرونکو کسانو اساسي غوښتني خو دا دي، چې په ټولنه کې دوی باید په اقتصادي لحاظ بیرته په پښو باندې ودریږي، دوی که څه هم له دولت نه د معاش غوښتنه لري، خو دوی ته معاش څوک نه شي ورکولای، د افغانستان د بشري حقونو نظر دا دی، چې دوی ته د کار زمینه برابره شي، دوی ته د ښوونط او روزنې زمینه برابره شي او دوی ته هغه ټول حقونه چې په نړیوالو قوانینو کې دي، یا په ملي قوانینو کې دي او یا د دوی د حقونو او امتیازاتو په حقونو کې راغلي دي، هغه باید پلي شي.))

د معلولینو د یوې اتحادیې مشر مشال راډیو سره په خبرو کې معلولینو له پاره د مصنوعي اعضاوو د ورکشاپ د فعالولو او دوی سره د نورو مرستو په باب خپلې غوښتنې په دې توګه شریکې کړې:

((نوم مې اجمل راز دی د خوست ولایت د معلولینو د شورا مشر یم، د نورو ولایتونو په پرتله په خوست کې د شهیدانو او معلولینو شمېره ډېره ده، ډېرې راز، راز ستونزې لري، عمده ستونزه يې د ارتوپیدیک مرکز فعالول دي، صرف هلته مامورین معاش اخلي او نور کرار ناست دي، د نورو خدماتو د عرضه کوو څرک نه لیدل کیږي، غوښتنه مو داده، چې نوموړی ورکشاپ فعاله او نورې خیریه موسسې چې د بې بضاعته او غریبو خلکو په رابطه دوی خدمات عرضه کوي، لومړی حق اولیت دوی د خوست معیوبینو ته ورکړي.))

مولوي لېونګل حبیبي مشال راډیو ته وویل، چې د حکومتي ادارو له خوا معیوبینو او معلولینو ته پوره پاملرنه نه ده شوې:

((موږ سره داسې معیوبین شته، چې هغوی خپلې ښځې نه غواړي، هغه ورته وايي چې ته ما ساتلی نه شې، خپل بال و بچ يې نه غواړي، خپل ورور يې نه غواړي، حتا خپل پلار يې نه غواړي، نو د معلولینو، معیوبینو او د شهیدانو د وارثینو د ذلت سره مخامخ ده، په خوست ولایت کې دوی ته هیڅ ادارې د انسانیت په نظر نه دي کتلي او نه ورسره چا کمک کړی دی.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي معلولینو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د دوی د ژوندانه د ښه کولو له پاره به هڅې کوي، خو له معلولینو يې هم وغوښتل، چې د خپل ژوندانه د ښه کولو له پاره هڅې وکړي:

((یو ځل بیا دا اطمینان و ټولو معلولینو او معیوبینو ته ورکوم، چې زموږ د ټولو بې حده ډېر تلاش به دا وي، تر څو ستاسو ټولو چارو ته رسیده ګي وشي، خو له ستاسو نه مو هم غوښتنه داده چې په خپله خپل ژوند کې بهتري راولئ، ولې تاسو ټولو سره مو وعده داده، چې ستاسو د ښه ژوندانه له پاره به خپل ټول تلاش کوو.))

د یادونې وړ ده په ۱۹۸۱ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ډسمبر دریمه د معلولینو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله، دا مهال په نړۍ کې ۶۵۰ میلیونه وګړي معلول دي او د یوې برسیرنې سروې پراساس په افغانستان کې هم یو میلیون تنه معلول او معیوب دي.
XS
SM
MD
LG