د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو مشر ملا فضل الله پاکستان ته ستون شو


ملا فضل الله
ملا فضل الله

ملا فضل الله تر دې له مخه د سوات د طالبانو مشر وو. خو په دوه زره نهم کال کې د پوځي عملياتو وروسته افغانستان ته فراره شوی.


د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي او یو بل تن چې خپلځان د طالبانو ویاند ويلي، مولانا فضل الله څو ورځي مخکي له افغانستان قبایلي سيمو ته ستون شوی دی.


مولانا فضل الله د حکيم الله مسود په ډرون بريد کې تر وژل کيدو پس د تحريک طالبان پاکستان مشر وټاکل شو

نوموړی تر دې له مخه د سوات د طالبانو مشر وو.خو په دوه زره نهم کال کې د پوځي عملياتو وروسته افغانستان ته فراره شوی.

حکومت د مولانا فضل لله پر سر پنځه کروړه روپۍ اعلان کړی دی.

مولانا فضل الله چې د ملا اېف اېم په نامه شهرت لري، په سوات کې د هغه په مشرۍ طالبانو په سلګونه سکولونه وران کړل، د نجونو پر تعلیم بندیز لګول شوی وو، حکومتي واکداري په ټپه درولې وه، او د سوات په ګڼو برخو کې به یې ښکاره خلکو ته سزاګانې ورکولې چې په کې سرغوڅول، په ډزو وژل او په دورو وهل یو عادي کار ګرځېدلی وو. د طالبانو د همدغه کړنو په غبرګون کې د پاکستان پوځ د هغوی پر وړاندې پراخ پوځي عملیات وکړل. له مالاکنډه د دغو عملیاتو په ترڅ کې نژدې دوه میلیونه وګړي نورو سیمو ته کډه شول.

د ملا فضل الله پلوي طالبانو د ماشومانو د تعلیم جهاني مبارزه پر سر په ګولۍ ویشتې وه چې بیا د برتانییا په برمنګهم ښار کې درملنه وشوه. او اوس هم هلته ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG