د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالصمد خان اڅکزي څلوېښتم تلین


عبدالصمد خان اڅکزی
عبدالصمد خان اڅکزی

خان شهید د فرنګي او له هغه وروسته د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا (33 ) کاله بند تېر کړی وو .


نن د پښتنو د لوی مبارز عبدالصمد خان اڅکزي څلوېښتم تلین نمانځل کېږي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند نن د پښتونخوا تر څنګ د پاکستان او نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د عبدالصمد خان اڅکزي څلوېښتم تلین لمانځي.


د خان شهید د ژوند او مبارزې په اړه نور مالومات اتلان خپرونه کې واورئ


عبدالصمد خان اڅکزی د (نولس سوه درې اویایم کال د ډیسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې په خپل کور کې په بم وژل شوی وو. نوموړی له وژل کېدو وروسته د خان شهید په نامه مشهور شو.


خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د (نولس سوه اووم کال د جولايي پر اوومه) نېټه په ګلستان کې زږېدلی وو. نوموړي له فرنګي څخه د پښتنو د ازادۍ لپاره د لسو کالو په عمر کې سیاسي مبارزه پیل کړې وه.

خان شهید د فرنګي او له هغه وروسته د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا (33 ) کاله بند تېر کړی وو .د وژل کېدو پر وخت د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي عمر شپږ شپېته کاله وو.
XS
SM
MD
LG