د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اټمي انرژۍ د نړېوالې څارونکو غوښتي له اټمي بټۍ کتنه وکړي


د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر پرون اعلان وکړ چې؛ ایراني چارواکو د دوی څارونکو ته له اراک اټمي بټۍ څخه د کتنې بلنه ورکړې.

د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې IAEA مشر پرون اعلان وکړ چې؛ ایراني چارواکو د دوی څارونکو ته له اراک اټمي بټۍ څخه د کتنې بلنه ورکړې.


د ملګروملتونو د اټمي انرژۍ نړیواله اداره IAEA وايي، تهران د دې ادارې څارونکو ته بلنه ورکړې چې؛ د بلې میاشتې په لومړیو کې ایران ته ولاړ شي او د دې هېواد د اټمي پروګرام تاسیسات له نژدې وګوري.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیاامانو پرون په ویانا کې د IAEA له مدیره هیات سره په کتنه کې دا څرګندونې وکړې:

"زه د اټمي انرژۍ د ادارې مدیره هیات ته خبر ورکوم چې؛ ایران موږ ته بلنه راکړې چې؛ د ډسمبر په اتمه نېټه په اراک کې د درنو اوبو د تولید له بټۍ څخه لیدنه وکړو."

ایران د تېرې یکشنبې په ورځ د نړۍ له شپږو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د شپږو میاشتو لپاره به د یورانیمو غني کول، د اراک په ریکټر کې کار او دې بټۍ ته د سونګ موادو او درنو اوبو لېږدول بندوي او په بدل کې به پر اسلامي جمهوريت لګول شوي بندیزونه لیرې کېږي.

امانو وویل، په ژنیو کې له ایران سره د پنځه جمع یو ډلې د موقت توافق له مخې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره به د دې موافقې د عملي کولو په څارنه کې اساسي ونډه ولري:

"ما د چین، فرانسې، جرمني، روسیې، برتانیا او متحدوایالاتو په استازیتوب په ژنیو کې د نوامبر په ۲۴مه نېټه له ایران سره د شوي توافق د اجرااتو د ګډ پلان په اړه د اروپايي ټولنې له مشرې استازې کاټرین اشټن څخه یو لیک ترلاسه کړی.

په دې لیک کې ویل شوي چې؛ IAEA د اټمي پروګرام د اړوندو تدابیرو په څېړنه کې چې په ژنیو کې توافق پرې شوی و؛ مهمه ونډه لري.

زه د اجرااټو د دې ګډ پلان هرکلی کوم. موږ اوس هغو لارو ته ګورو چې، څنګه به د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره په دې توافق کې اړوند اجزا په عمل کې پلي کېږي."

هغه تحقیقاتي ریکټر چې په اراک بټۍ کې جوړېږي؛ له هغو مواردو څخه دی چې، نړیواله ټولنه یې په اړه سخته اندېښنه لري؛ ځکه په دې بټۍ کې یو تولېدېدونکی ضمني جز ښايي پلاتونیم وي چې د اټمي وسلې په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېدای شي.
XS
SM
MD
LG