د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې موټر بم چاودنې۳۰ تنه وژلي دي

په عراق کې د پنجشنبې په ورځ په موټر بم چاودنو کې لږترلږه دېرش کسان وژل شوي دي.

په عراق کې د پنجشنبې په ورځ په موټر بم چاودنو کې لږترلږه دېرش کسان وژل شوي دي.

تر ټولو خونړی برید د بغداد په جنوب کې په سل کیلومیټره لرې پرته سیمه حیلا ښار ګوټي کې هغه مهال شوی، چې له بارودو ډک درې موټرونه د خلکو په ګڼه ګوڼه او بازارونو کې وچاودېدل او نهه کسان یې ووژل.

چارواکو ویلي چې دا درې واړه چاودنې په پنځه منټه کې دننه شوې دي. پرون په نجف کې یوې بلې موټربم چاودنې اوه کسان ووژل.

د بغداد د جنوب په څلوېښت کیلومترۍ کې په سویره کې په یوه ګڼ بازار کې موټربم چاودنه وشوه چې پنځه عام وګړي یې ووژل. لږترلږه پنځه نور کسان هم په بغداد ، سمارا او تیمایه ښارونو کې په موټربم چاودنو کې وژل شوي دي.

د داسې بریدونو زیاتېدو په عراق کې د هغو فرقه ییزو جګړو د بیا پیلېدو وېره زیاته کړې ده چې عراق یې په ( دوه زره شپږم او دوه زره اووم) کلونو کې د کورنۍ جګړې پر لور بیولی وو.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG