د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران او غرب موافقې دښمنان وارخطا کړي دي، ظریف


تهران - د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون د خپل هیواد د پارلمان غړیو ته له لوېدیځو قدرتونو سره د اتومي پروګرام پر سر د موافقې په باب معلومات ورکړل.


ظریف وویل، دا موقتي موافقه، چې پر ایران نړیوال بندیزونه نرموي، د دغه هيواد ملي ګټي خوندي کوي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر همداراز وویل چې دې موافقې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمنان وارخطا کړي دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې ظریف ادعا وکړه چې په موافقه کې د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران حق په رسمیت پېژندل شوی دی.

خو امریکايي چارواکي وايي د اتومي بې وسلې کېدا له تړون سره سم، چې ایران یې هم غړی دی، هیڅ هیواد په ښکاره دا ډول حق نه لري.

جواد ظریف وویل، ایران به په خپل اتومي پروګرام کې شفافیت راولي څو مالومه شي چې فعالیتونه یې سوله ییز دي او د اتومي وسلې د جوړولو لټه نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG