د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ولسمشر له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره تړون وستایلو


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره به خبرو ته دوام ورکوي چې خپل هیواد له مالي بندیزونو خلاص کړي

ایراني ولسمشر حسن روحاني د نړۍ له شپږو ځواکمنو هیوادونو سره د ایران لنډ مهالی تړون ستایلی دی. دا تړون د تهران اټومي پروګرام په اړه دی چې غرب یې لانجمن او ایران یې سوله ییز بولي. روحاني پر ایراني دولتي ټیلي وېژن د وینا پر وخت ویلي چې یوه بشپړ تړون ته رسېدو ته لا هم اوږده لار پاتې ده.


ایراني ولسمشر د خپل حکومت ۱۰۰ ورځو پوره کېدو په مناسبت پر ټیلي وېژن وینا وکړه. روحاني وویل، په نړۍ او ایران کې ځېنې داسې قوتونه دي چې د اټومي پروګرام په اړه د شوي دې تړون مخالفت کوي.

خو ده ژمنه وکړه چې له نړیوالې ټولنې سره به خبرو ته دوام ورکوي چې خپل هیواد له مالي بندیزونو خلاص کړي:

''په نړۍ کې ځینې داسې کسان دي چې هڅې کوي [اټومي مسله] هواره نشي. دا هم ممکنه ده چې ځینې کسان د هیواد دننه هم شته چې د ماشومانو په څېر عمل کوي. د هیواد دننه، موږ د کورنیو موضوعاتو په اړه ښه یووالی او پیوستون وینو.''

روحاني دا هم وویل چې له دې تړون سره به اسراییل یوازې شي.

په سیمه کې اسراییل د ایران مخالف دی چې د تېرې یکشنبې پر ورځ په جینیوا کې د اټومي پروګرام په اړه د تړون سخت مخالفت یې کړی وو.

د امریکا ملګرو، سعودي عرب او په امریکا کې د رېپبلېکن ګوند ځینو غړو هم د دې تړون مخالفت کړی دی. دوی دریځ لري چې ایران ته باید د خپل اټومي پروګرام د جاري ساتلو اجازه نه وای ورکړل شوې. دوی وايي، اوس پر ایران د نړۍ فشار هم کمزوری شوی دی.

امریکايي ولسمشر دا دریځ رد کړی دی او ویلي یې دي چې له تړون سره به د ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې په شا شي، له دې سره به امریکايي امنیت قوي شي او ایران او غرب ته به موقع ورکړي چې د لسیزو بې باوري ختمه کړي.

ایران د غرب تورونه ردوي چې ګواکې اټومي وسله جوړوي.

په تړون کې ایران ته د شپږو میاشتو وخت ورکړل شوی دی. په دې وخت کې به د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو او ایران تر منځ د باور زیاتولو هڅې وشي او د یوه بشپړ حل په اړه به خبرې وشي.

ایراني ولسمشر روحاني په خپله وینا کې وویل، پر ایران بندیزونو د دې هیواد اقتصاد ته تاوان رسولی دی. البته دا خبره یې رد کړه چې ګواکې د ایران ټول اقتصادي مشکلات د بندیزونو له کبله دي.

په ایران کې تر نړیوالو بندیزونو وروسته ګراني ۴۰ فیصده زیاته شوه او د بې کارۍ کچ له ۱۰ فیصده پورته شو.
XS
SM
MD
LG