د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وژل شویو خبریالانو وژونکي دې سزا کړل شي


ازاد خبریال مالي خان یعقوبي له افغان دولت غوښتنه کوي، چې د وژل شویو خبریالانو په قضیو دې کار وشي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري

د خوست یو شمېر خبریالان او د بیلابیلو رسنیو فعالان وايی، چې په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو او ژورنالېستانو د قتل د دوسیو او قضیو نه تعقیب او په دې ټولنه کې د مجازاتو څخه د مجرمانو د معافیت کلتور د دې لامل شوی، چې ژورنالېستان د ټولنې د واقعیتونو په خپرولو کې پاتې راشي.


هغوی چې د سه شنبې په ورځ په خوست کې د مجازاتو څخه د ژغورنې د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې را غونډ شوي ول، له افغان دولت او نورو عدلي او قضايي ادارو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د وژل شویو خبریالانو قضیې وڅیړي او مجرمین دې د قانون په رڼا کې مجازات شي.

ژورنالېست او لیکوال محمد الیاس وحدت مشال رايو ته وویل، د خبریالانو اساسي ستونزه دا ده، چې د دوی پر وړاندې تر سره شوي جرمونه نه تعقیبیږي او تر اوسه په افغاني ټولنه کې د مجازاتو څخه د معافیت کلتور حاکم دی، له همدې کبله د وژل شویو او ګواښل شویو خبریالانو ډېری قضیې تر اوسه په خپل ځای پاتې دي:

''د هېواد په کچه د ژونالېستانو ستونزه او شکایت دا دی، څه چې د دوی پر وړاندې کیږي هغه نادیده نیول کیږي، یانې دلته د معافیت کلتور حاکم دی، په تېرو لسو کالونو کې څلوېښت ژورنالېستان وژل شوي دي، چې څلریشت يې هدف ګرځول شوي دي.
که په پېښه کې څوک وژل شوی نو موږ به هغه ومنو، چې دا یوه پېښه وه، خو که څوک هدف ګرځول شوی د هغه دوسیه خو باید تعقیب شي، خو له بده مرغه د دوی دوسیې تر اوسه تعقیب نه شوې او کورنۍ يې بې سرپرسته دي.''

په خوست کې د یو خصوصي تلویزیون مشر سخي سرور میاخېل مشال راډیو ته وايي، د دې له پاره چې ژورنالېستان د خپل مسلکي کار پر مهال د ستونزو سره مخامخ نه شي، دوی ته بایده دي، چې د هېواد له نافذه قوانینو سره ځان بلد کړي او ژورنالیستیک اخلاق په پام کې ونیسي:

''د ژورنالېستانو د خوندیتوب له پاره بعضې ټکي ډېر اړین دي، یو دا چې دوی باید دملک په نافذه قوانینو باندې ځانونه وپوهوي، دویمه مسله دا چې هغوی باید دا ژورنالېستیک اخلاق ډېر په پام کې ونیسي، تر څو تمایلات او لغزش و نه کړي، نو فکر کوم بیا به يې ستونزې راکمې وي.
حکومت مکلفیت لري، چې په ډېرو مواردو کې د ژورنالېستانو له پاره ښه سهولتونه ایجاد کړي، لاکن د هغوی سره فکر کوم د افهام او تفهیم مسله ډېره مهمه ده.''

ازاد خبریال مالي خان یعقوبي له افغان دولت غوښتنه کوي، چې د وژل شویو خبریالانو په قضیو دې کار وشي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري:

''تر اوسه د هغو ژورنالېستانو په قضایاوو کار نه دی شوی، چې په افغانستان کې وژل شوي دي، زه د خوست د ژورنالېستانو د یو نماینده په صفت غوښتنه کومه، چې د دوی په قضیو او دسیو باندې دې کار وشي، هغه عاملین چې دوی يې په قتل رسولي دي، یا یې ټپیان کړي دي او یا یې بندیان کړي دي، هغه به د قانون منګولو ته وسپاري.''

د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي که چیرې د خبریالانو په منځ کې همغږي او ملګرتوب پیاوړی شي، نو د ستونزو مخه نیولای شي:

''هغه ستره نیمګړتیا چې د دوی مسلکي کارونه هم ننګوي، هغه د دوی د همغږۍ او انسجام نه شتون دی، که چیرې دوی ټول د هېواد په کچه په یوه نقطه کې سره راټول شي او د هرې ستونزې په مقابل کې یو واحد غږ پورته کړي نو زه فکر کوم، هغه ګواښونه او هغه ستونزې چې اوسمهال وخت نا وخت ورسره مخامخ کیږي تر ژغورل شوي به وي.''

شاعر او لیکوال نوراجان بهیر وویل، د خبریالانو د وژنو او تهدیدونو د قضیو نه تعقیب د دې لامل شوی، چې خبریالان د څیړنیزو رپوټونو جوړولو ته زړه ښه نه کړي:

''په دې سیمه کې چې کوم ژورنالېستان هدف ګرځیدلي دي یا وژل شوي دي، د هغوی دوسیې چې نه دي څیړل شوي او قاتلین يې نه دي نیول شوي، په اوسنیو ژورنالېستانو یې بد اغېز دا کړی دی، چې دوی هم په جرئت په یوه مسله باندې کار نه شي کولای.
همدا اوس په سیمه کې تحقیقي ژورنالیزم په صفر حسابیږي، ځکه ډېرې داسې مسلې شته چې په تحقیقي ژورنالیزم يې سپيناوی کیدای شي، خو تېرو ژورنالېستانو او دوسیو ته يې په کتو اوسني ژورنالېستان دا جرئت نه شي کولای، چې په تحقیقي او یا نورو رپوټونو باندې کار وکړي.''

د یادونې وړ ده په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې په بیلابیلو پېښو کې تر څلوېښتو پورې خبریالانو ژوند دلاسه ورکړی، چې څلریشت يې یوازې په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG