د لاسرسي ځای

تازه خبر

''مالونه نه وړو، د تحریک انصاف غړي مو ځوروي''


د حمایت علي په خبره د ناټو رسد او افغان ټرانزیټ لپاره د ټرانسپورټ زیاتره کاروبار د قبایلي سیمو د خلکو دی.

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د مال وړونګو ګاړو پر ډرایورانو د تحریک انصاف د غړو لخوا د مبینه تشدد له پېښو وروسته ټرانسپورټرانو افغانستان ته د ټرانزیټ رسد او ملګرو ملتونو ادارو ته مالونو وړل هم ځنډولي دي.


د ټرانسپوټرانو غوښتنه ده چې د لارې په اوږدو کې دې حکومت د دوی لاریو ته تحفظ ورکړي.
په کراچۍ د مال وړونکو ګاړو اتحادیې (ال پاکستان ګډز ترانسپورټ ویلفیر ایسوسيېشن) له کراچۍ څخه افغانستان ته په باروړونکو ګاړو د مالونو وړل ځنډولي دي.

ددغې اتحادیې چاروایي وایي مال وړونکي ټرکونه او نورې لارۍ د پرون ګل د ورځې راهسې د افغان ټرانزیټ کمرشل او نورې کارګو نه باروي ځکه چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د دوی ګاړو ته خنډونه پېښیږي او ځینې داسې پیښې هم رامنځته شوې دي چې پکې پر ډرایورانو تشدد شوی دی.

د اتحادیې مشر خان دل خان نیازي په دې اړه تېره شپه مشال ریډیو ته وویل:

''په خېبر پښتونخوا کې خلک پر سړکونو ناست دي، دوی کې که تخریب کار دي یا د عمران والا ، دوی ته دا مالومات نشته چې په کومه لارۍ کې د ناټو مال بار دی او په کومه کې د افغان ټرانزیټ ، د دې ضمانت به موږ ته څوک راکوي چې دغه خلک به زموږ ګاړو ته اور نه لګوي او پر موږ به حملې نه کوي ؟ ترڅو پورې چې حکومت موږ ته د دې ضمانت نه وي راکړي موږ په خپلو ګاړو کې مالونه نه باروو''

د خان دل خان نیازي په خبره په لارۍ د مال تر بارلو وروسته ټرانسپورټران هڅه کوي چې مالونه زر تر زره خپل منزل ته ورسوي. که ټرانسپورټران په دې کې پاتې راشي نو بیا د ورځې په حساب د ۵۰ نه تر ۸۰ ډالرو پورې جرمانه کیږي. دغه وجه هم ده چې په لاره کې د غیریقني حالاتو له وجې ټرانسپورټران افغان ټرانزیټ مالونو بارولو ته هم زړه نه ښه کوي.
د ټرانسپورټرانو وینا ده چې په عادي ورځو کې په زرګونو ټرکونه او لارۍ د نیټو او افغان ټرانزیټ مالونه د کراچۍ له بندره افغانستان ته باروي. او له دې کاروبار سره د دوی په زرګونو خلک په روزګار دي.

د ټرانسپورټرانو د یوې بلې اتحادیې ال پاکستان کمباینډ ټرک اینډ ټرالر ویلفیر ایسوسيېشن مشر حمایت علي شاه وایي په دې ورستیو کې د خراب شوي صورتحال له وجې تر درې زرو پورې د ټرانسپورټرانو ګاړي په افغانستان او پاکستان کې ایسار ې دي.

'' نن سبا له افغانستانه بیرته سامانونه هم راروان دي. هغه هم بند شوي دي. له اوسني صورتحاله د زرګونو خلکو کاروبار متاثر شوی دی. په پاکستان کې د غیریقني حالاتو له وجې ټرانسپورټرانو ته نه یوازې د سر خطر زیات شوی دی، بلکې د کار د وردریدو له امله د دوی کاروبار هم له لوی زیان سره مخامخ شوی دی''

د حمایت علي په خبره د ناټو رسد او افغان ټرانزیټ لپاره د ټرانسپورټ زیاتره کاروبار د قبایلي سیمو د خلکو دی. د دې ترڅنګ د پاکستان د پنجاب او نورو سیمو خلک هم له دې کاروبار سره اړه لري.

یاده دې د پاکستان له دواړو بندرونو پورټ قاسم او کراچۍ پورټ څخه نه یوازې ناټو ځواکونو ته رسد کیږي بلکې له دغو بندرونو څخه د ملګرو ملتونو د ادارو او افغان سوداګرو او حکومت لپاره خوراکي مالونه او نور سامانونه هم وړل کیږي. د ټرانسپورټرانو له دغه پرېکړې وروسته افغانستان ته هر ډول رسد د اوس لپاره ځنډول شوی دی.
XS
SM
MD
LG