د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د لوګر مس عینک کان بې کوره خلک کورونه غواړي”


د افغانستان د شفافیت د څارني اداره وايي، چې د لوګر د مس عینک کان په اړه د خلکو شکایتونه ډېر شوي دي.


د دې ادارې اجرایوي رئیس یما ترابي نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د خلکو لوی شکایت دا دی چې د دې کان د ایستل کیدو له امله یې کورونه او سیمه پرایښي خو دولت ورته بل چیري ځای نه دی ورکړی.

هغه وویل چې د خلکو دارنګه شکایتونه د مس عینک کان پروژې ته زیان رسولای شی.

د عینک مس کان تړون په ۲۰۰۸ م کال کې افغان دولت له یوې چینايي کمپنۍ سره کړی و او تمه کېده، چې د دې کان د استخراج کار روان مېلادي کال پیل شي، خو تراوسه دا کار نه دی پیل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG