د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف مظاهره کوونکو پر ډرېورانو تشدد کړی دی


د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د بې پیلوټه الوتکو پر ضد لا هم د اتحادي ګوندونو احتجاج دوام لري.


په پېښور کې د حیات اباد ټول پلازې خوا ته، افغانستان ته تلونکو ګاډو کاغذونه کتل کېږي او تر دې دمه پر دې لار، ناټو ځواکونو ته مال وړونکي ګاډي نه دي ورغلي خو د دې احتجاج له کبله افغانستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې خیبر ته وړونکي ګاډي له ستونزو سره مخامخ دي او د ټرانسپورټرانو کار و بار یې اغېزمن کړی دی.

له پېښوره تورخم ته پر تلونکې لار له تېرو درو ورځو راهیسې یوه لارۍ هم نه ده تېره شوې.

د حیات اباد د محصولو له دفتر سره د پاکستان تحریک انصاف د ټاون ون مشر عارف مومند مشال راډیو ته وویل: ((زموږ کار کوونکي ولاړ دي او د ګاډو کاغذونه ګوري. موږ افغانستان ته د ټرانزېټ [سوداګرۍ تړون تر مخه] مال وړونکو ګاډو ته څه نه وایو او هغه روان دي.))

مومند زیاتوي، تر دې دمه د ناټو یو مال وړونکی ګاډی هم د دوی احتجاج ځای ته نه دی رسېدلی.

خو د مال وړونکو ګاډو ټولنې مشران وايي، تر دې احتجاج مخکې لا دوی په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره سامان وړونکي ګاډي په محفوظو ځایونو کې ودرولي دي، او لا یې دا پرېکړه نه ده کړې چې کله به دا سامانونه رسوي.

بلې خوا ته د یکشنبې پر ورځ ځینو احتجاج کوونکو له ډرایورانو سره تاو تریخوالی کړی دی.

د آل پاکستان ګډز ټرانسپورټ اسوسي اېشن یا د ټول پاکستان سامان وړونکو ګاډو اتحادیې مشر محمد یوسف خان وايي، دوی د ناټو ګاډو ته بله نېټه ورکړې وه نو د ناټو ګاډي خو لا نه دي روان شي. بلکې افغانستان ته تلونکې نورې کنټېنرې درول شوې دي.

دی وايي، مظاهره کوونکو هغه کنټېنرې ماتې کړې دي، پر ډرېورانو تشدد شوی دی ((موږ د دې کار ضد یو، دا ظلم دی. د دوی چې څه رویه ده، او څه پروګرام چې دوی روان کړی دی دا بالکل سم نه دی. د دې ستونزې حل خو دا نه دی لکه څنګه چې دوی په لارو ګودرو کې ولاړ دي او د ډرېورانو بې عزتي کوي او خپه کوي یې.))

یوه ډرېور، محمد شریف، مشال راډیو ته وویل، د دوی کاروبار بالکل ختم شوی دی او ((دا به هم درته ووایم چې که زموږ بر حکومت دی او که لر، دا ټول په ټرانسپورټ چلېږي. د ټرانسپورټ پایه یې جام کړې ده او د ټول پلازو ټیکسونه او تکلیفونه دي، دا د ګاډو ودرېدل راودرېدل او احتجاجونه دي. موږ خو د ناټو ګاډو والا نه یو، موږ خو د ټرانزېټ مالونه وړو.))

پاکستان تحریک انصاف د ګاډو درولو ترڅنګ د بې پیلوټه الوتکو ضد ناسته هم کړې ده.

ورځې مخکې په هنګو کې د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د حقاني وسله والې ډلې مهم کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG