د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره د شپږو قدرتونو تړون د نړۍ مشرانو ستایلی دی


پراګ - نړيوالو مشرانو د ايران د اټومي پروګرام په لړ کې له دې هېواد سره د لويديځ هېوادونو د يوه موقتي لوظنامې محتاطانه هر کلی کړی دی.


د نړۍ شپږ قدرتونه په جينيوا کې د څو ورځنيو خبرو له يوې مشکلې لړۍ وروسته په دې بريالي شول چې د ايران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له دغه هېواد سره د يوې موافقې لومړي پړاو ته ورسي.

د امريکا ولسمشر براک اوباما دغه پرمختګ د ايران د اټومي پروګرام د لانجې هوارولو په برخه کې د لومړي قدم په توګه ياد کړ.

نوموړي زياته کړه، د امريکا د ولسمشرۍ چوکۍ تر سنبالولو وروسته حکومت يې د لومړي ځل لپاره له ايران سره د يوې موافقې رامنځ ته کېدلو پر لور رهي شوی دی.

د روسيې ولسمشر ولادمير پيوتن ويلي چې له ايران سره شوې اولنۍ لوطنامه د دې هېواد د لانجمن اټومي پروګرام د هواري په اوږده او سخته لار کې مهم پرمختګ دی.

د بريتانيا وزيراعظم ډيوېډ کيمرون هم په يوه اعلاميه کې له ايران سره شوې لوظنامه د يو مهم پرمختګ په توګه ياده کړې او ويلي يې دي چې په ترڅ کې يې دغه هېواد د اټومي وسلې له تر لاسه کولو لرې وتلی دی.

بلخوا د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنايي د اتوار پر ورځ وويل چې د جينوا له معا هدې څرګنده شوه چې نړيوالو د ايران دا حق، چې خپل اټومي پروګرام پر مخ يوسي، درک کړی دی.

نوموړي دغه لوظنامه د ايران د اټومي پروګرام په لړ کې د نورو خبرو لپاره د يو مهم او اساسي پرمختګ په توګه ياده کړه.

د ايران ولسمشر حسن روحاني همداراز ويلي چې په ياده لوظنامه کې د ده هېواد ته د يورانيمو غني کولو د پروګرام پر مخ بېولو تضمين ورکړل شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې کاترين ايشټن بيا په خپل پيغام کې هيله ښودلې چې له ايران سره شوې معاهده به د دغه هېواد د اټومي لانجې حلولو لپاره لا زياتو هر اړخيزه خبرو کولو ته زمينه برابر کړي.

خو د اسرايل وزيراعظم بنيمن نتن ياهو له ايران سره د لويديځ لوظنامې ته يوه تاريخي تېروتنه ويلي او زياته کړې يې ده چې حکومت به يې پاسداري و نه کړي.

په عين حال کې هغه ايراني مرکچيان چې د جينوا له خبرو وروسته وطن ته ستانه شول، ايراني ولس يې د اتلانو په څېر هرکلی وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG