په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ویلي دي چې دوی د بې پایلټه الوتکو د بریدونو پر ضد احتجاج ته دوام ورکوي.
د پېښور پر رنګ روډ په احتجاجي ناسته کې د ګډون او وینا پر مهال د تحریک انصاف مشر عمران خان وویل چې دوی به د بې پایلټه الوتکو د بردیونو پر ضد خپل احتجاج ته تر هغه وخته دوام ورکوي تر څو چې د ده په خبره دا بریدونه نه وي درېدلي.
تحريک انصاف د پېښور پر رنګ روډ احتجاجي ناسته وکړه او سړک یې د هر ډول تګ ارتګ په وړاندې تړلی وو.
تحریک انصاف د پېښور پر رنګ روډ دا احتجاج یوازې پر سیاسي اساس کړی وو چې جماعت اسلامي او عوامي مسلم لیګ هم په کې ګډون درلود.
بل پلو د یاد ګوند په مشرۍ کې د خيبر پښتونخوا حکومت په هنګو کې د بې پایلټه الوتکې د برید پر ضد د احتجاج کولو پرېکړه کړېده.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د جمعې په ورځ په هنګامي غونډه کې پريکړه وکړه چې دوی به په هنګو کې د شوي بې پایلټه الوتکې د برید پر ضد احتجاج د پاکستاني وزيرعظم ، قومي اسمبلۍ ، امريکايي سفارتخانې او د ملګرو ملتونو په وړاندې کوي.
بې پایلټه الوتکې د پنجشنبې په سهار د خيبر پښتوخوا په هنګو کې برید کړی وو چې د رپوټونو له مخې د حقاني شبکې مهم غړي پکې وژل شوي وو.
امريکايي چارواکي وايي چې حقاني شبکه د پاکستان په قبایلي سیمو کې مېشته ده او په افغانستان کې د دوی پر پوځيانو بريدونه کوي.