د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې عالي شورا پلاوي له نواز شریف سره وکتل



د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف پرون د پنجشبنې په ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا له پلاوي سره په اسلام آباد کې وکتل.


د پاکستان داوزیر اعظم د دفتر له خوا په دې اړه په یوه بیان کې ویل شوي چې؛ ښاغلي شریف افغان پلاوي ته وویل، پاکستان په افغانستان کې تل سوله اوثبات غواړي.

دی زیاتوي چې اسلام آباد، د افغانستان د سولې په بهیر کې چې په افغانانو پورې اړه ولري او مشري یې هم د افغانانو په لاس کې وي یو اغېزمن او مثبت رول لوبولی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی د چارشنبې په ورځ اسلام آباد ته ولاړ او پرون راستون شو. په دې درې کسیز پلاوي کې د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني او دوه مرستیالان یې، معصوم ستانکزی او اسدالله وفا شامل وو.

له دې مخکې ویل شوي و، چې پلاوی به د طالبانو له مرستیال مشر ملاعبدالغني برادر سره وګوري. د تېرې اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ولسمشرحامدکرزي د دفتر له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي و، چې ډېرژر به د سولې د عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته ولاړ شي او له ملابرادر سره به وګوري.

خو د ولسمشرکرزي سلاکار او د پلاوي غړي اسدالله وفا پرون ماښام آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دوی له دریو پاکستاني چارواکو سره وکتل خو له ملابرادر سره د کتنې په اړه یې څه ونه ویل:

ښاغلي وفا زیاته کړه چې پاکستان ته د سولې د عالي شورا د پلاوي د سفر په اړه موافقه تېره میاشت په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا د مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې شوې وه.

ملابرادر په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او سږکال په سپټمبر میاشت کې خوشې شو خو غالب ګومان دا دی چې نوموړی له خلاصون وروسته په خپل کور کې نظربند دی.

افغان چارواکي او سیاسي څارونکي په دې باور دي چې ملابرادر کولای شي د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او وسله والو طالبانو ته قناعت ورکړي څو د سولې پر بهیر ورګډ شي.
XS
SM
MD
LG