د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۲۲مه نېټه د امریکايي ولسمشر جان اېف کېنېډی ۵۰ تلین دی چې په دلاس کې د ۴۶ کلنۍ په عمر کې وژل شوی وو. په دغه تصویري ګالرۍ کې د هغه د کورنۍ او سیاسي ژوند او په ۱۹۶۰م کال د هغه د ټاکنزو منډو ترنډو تر څنګ یې د جنازې د مراسمو شېبې خوندي شوې دي.
د جان اېف کېنډي ژوند په تصویرونو کې
۱۰
د ۱۹۶۲ کال په اکتوبر د کیوبا توغندیو کړکېچ پر مهال ولسمشز کېنېډي پر هغه مسوده لاسلیک کوي چې له مخې یې کیوبا ته د یرغلیزه وسلو استول ودرول شي.
د ۱۹۶۲ کال په اکتوبر د کیوبا توغندیو کړکېچ پر مهال ولسمشز کېنېډي پر هغه مسوده لاسلیک کوي چې له مخې یې کیوبا ته د یرغلیزه وسلو استول ودرول شي.
۱۱
زه برلنی یم. د ۱۹۶۳م کال د جون پر ۲۶ مه نېټه ولسمشر کېنېډي د برلن په سخیونبورګ ښار په تالار کې له لویدېځې جرمني سره د امریکايي پیوستون ښودولو پر مهال په خپله وینا ګې وویل چې زه یو برلنی یم.
۱۲
د ۱۹۶۳م کال پر ۲۲م نومبر ولسمشر کېنېډي او د هغه مېرمن جېکلین په ډلاس ښار کې په یوه ګاډي کې سواره ول چې څو شېبې وروسته ووژل شو
۱۳
د ۱۹۶۳م کال پر ۲۵ نومبر د ولسمشر کېنېډي مړی په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ سېڼټ مېتیوز کلیسا ته وړل کېږي چې د جنازې مراسم یې تر سره شي.