د لاسرسي ځای

تازه خبر

لبنان: غبرګو چاودنو ۲۲ تنه ووژل

د لبنان په مرکز بیرت کې د ایران سفارت ته نږدې دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او یو زیات شمېر ټپیان شوي دي.

د لبنان په مرکز بیرت کې د ایران سفارت ته نږدې دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او یو زیات شمېر ټپیان شوي دي.


په چاودنو کې د سفارت ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

په لبنان کې د ایران سفیر غضنفر رکن ابادي ته زیان نه دی رسیدلی .

د سفیر له خولې ویل شوي چې؛ د سفارت فرهنګي اتشه ابراهیم انصاري په چاودنه کې وژل شوي دي.

د ایران سفارت د بیروت په جنوبي برخه کې موقعیت لري او دا سیمه د حزب الله شیعه ډلې د مرکز په توګه پیژندل شوې ده.

حزب الله د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي، چاودنې دوو ځان وژونکو چې یو یي په موټر کې و، کړي دي.

د بیروت په جنوبي برخه کې د بشار الاسد رژیم مخالف یاغیان له حزب الله څخه د غچ اخیستنې په مقصد زیاتې چاودنې کوي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG