د لاسرسي ځای

تازه خبر

هغه درواغ چې زموږ مشران یې وايي


د ۲۰۰۹ م کال د اګست مياشتې پر ۲۲ مه حکيم الله د تحريک طالبان پاکستان مشر وټاکل شو، له هغه وروستو حکيم الله او د ده ملګرو په زرګونه ښځې سړي او ماشومان وژلي دي.

د پاکستان نیوز ورځپاڼه کې لیکوال اېس افتخار مرشد په خپله یوه مقاله کې لیکي، په افسانو او ډرامو کې اکثره داسې کيږي چې یو تن پر یو چا ظلم او تشدد وکړي نو بيا هغه ډير زيات خپه وي، خوب نه ورځي، ضمير يې هر وخت ملامتوي او ژوند يي عذاب جوړ شوی وي، خو په حقيقت کې ډېری وخت داسې نه وي او ګڼ داسې خلک شته چې ضمير نه لري، رحم پکې نه وي او په خپل غلط کار ورته ځان بد نه ښکاري.


همدارنګه د طالبانو وژل شوی مشر حکيم الله مسيد وو، او هغه خلکو د دې خبرو پخلی کړی چې له حکيم الله سره يي ليده کاته کړي دي. دوی وايي د حکيم الله په خوله به هر وختې مسکا وه ، تر دې پورې چې بې ګنا ګېر کسان به يې هم حلالول نو پر مخ به يې خندا وه.

ليکوال سيد افتخار مرشد وايي (زما ملګر ی کرنل امام چې د ملا عمر په ګډون يو شمير وسلوالو طالبانو ته يې روزنه ورکړې وه، هغه چې هم کله طالبانو وژلو نو پر دغه موقع د حکيم الله مسيد پر مخ مسکا وه.

د ۲۰۰۹ م کال د اګست مياشتې پر ۲۲ مه حکيم الله د تحريک طالبان پاکستان مشر وټاکل شو، له هغه وروستو حکيم الله او د ده ملګرو په زرګونه ښځې سړي او ماشومان وژلي دي.

د روانې مياشې په لومړو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير که څه هم دا ويلي ول چې د تحريک طالبان تر چتر لاندې شا و خوا تر ۵۷ پورې وسلوالې ډلې دي خو دا يې ونه ويل چې له دې ټولو سره د سولې خبرې کول څومره پېچلی کار دی.

زياتره وسلوالو ډلو خو له دې وجې هم له حکومت سره د سولې خبرو له شورو کولو انکار کړی چې د پاکستان حکومت دې د هيواد ايين ختم کړي او د هغه پر ځای دې د دوی د خوښې اسلامي نظام نافذ کړي.

دوی دا هم غوښتي چې د حکومت په قېد کې ګېر طالبان دې خوشي کړل شي او له امريکا سره دې هرقسمه همکاري ختمه کړل شي او ډرون بريدونه دې ودرول شي.

دوی وايي تر څو چې حکومت د دوی دغه غوښتنې نه مني تر هغو به ځانمرګي بريدونه او بمي چاودنې رواني وي. د دې خبرو پخلی حکيم الله مسيد د خپل مرګ نه څو ورځې وړاندی له بي بي سي سره په خبرو کې کړی وو. ده ويلي وو چې د پاکستان پرضد به ترهغو جهاد روان وي ترڅو چې يې په هيواد کې د دوې د خوښې اسلام نه وي نافذ کړی.

ليکوال وايي له دې لا د مذهب زيات سپکاوی نه شي کېدای چې طالبانو د مذهب په نوم د عامو ولسي وګړو وژنه جايز ګرځولې ده.

بلخوا د مذهبي جوماتونو رويه هم عجيبه ده، پوښتنه دا ده چې د جومات اسلامي مشر ولې حکيم الله مسيد شهيد وګرځولو، همداراز احترام د جومات اسلامي پخواني مشر قاضي حسين احمد د القاعده وژل شوي مشر اسامه ته هم ورکړی وو .

ليکوال وايي د جميعت علما اسلام مشر فضل الرحمان که يو خوا دا وايي چې امريکا يو سپی هم وژني نو شهيد به وي نو بلخوا فضل الرحمان په يو وخت کې د خپلو سياسي ګټو لپاره د يو پخواني امريکايي سفير د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کړې وه او ورسره يې ژمنه کړې وه که چېرې امريکا د ده مرسته وکړي نو دی به يې په بدل کې ګټې پرمخ بوځي.
د يو رپورټ له مخې د حکيم الله مسيد د وژلو لپاره مالومات هم د روشن وزير په نامه د طالبانو يوې مشکوکه ډلې ورکړې ول. دا هم ويل کيږي چې د تحريک پاکستان پخواني مرستيال مشر ولي الرحمان د وژلو لپاره مالومات هم د حکيم الله مسيد وفادارو ورکړي ول.

همداراز په عرب مېډيا داسې رپورټونه وو چې د القاعده مصر څانګه چې هغه وخت يې مشري ايمن الظواهري کوله، امريکا ته يې په ايبټ اباد کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په اړه مالومات ورکړي ول.

د پاکستان مشرتابه تل د ډرون بريدونه په اړه خپل ولس ته دروغ ويلي دي. لومړی ډرون بريد چې په ۲۰۰۴ م کال کې ترسره شوی وو او په کې د وسلوالو قومندان نيک محمد وژل شوی وو نو هغه هم د پاکستاني حکومت په مرضۍ او همکارۍ باندې شوی وو او د دې پخلی پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پخپله کړی وو.

همداراز په ۲۰۰۸ م کال کې د امريکا پخوانۍ سفيری انا پټرسن خپل حکومت ته ويلي ول چې د هغه وخت د پاکستان وزيرعظم يوسف رضا ګيلاني ورته ويلي دي چې تاسو ډرون بريدونو ته دوام ورکړی، د دې په خبره ګيلاني ورته ويلي ول چې ( موږ به په اسمبلۍ کې لومړی د ډرون بريدونو مخالفت کوو او بيا به يې له پامه غورځوو)

په ۲۰۰۹ م کال کې يو امريکايي چارواکي ويلي وو چې ډرون الوتکې د پاکستان له يو هوايي مېدان پورته کېږي او دارنګ پاکستان ورسره سلا دی.

همداراز په ۲۰۱۱ م کال کې د مارچ پر ۸ مه د پاکستان د پوځ يو مېجرجنرل غيور محمود په ميرامشا کې خبريالانو ته په خپلو خبرو کې ويلي ول چې په ډرون بريدونو کې زياتره د القاعده او تحريک طالبان غړي وژل کيږي.

همداراز په همدی کال کې د ستمبر په ۲۷ مه د هغه وخت د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر په واشنګټن کې يوې ټولنې ته په پخپله وينا کې د ډرون بريدونو حمايت کړی وو او ويلي ول چې بايد د دې لپاره کومه قانوني لار راووېستل شي.

همداراز په اکتوبر ۲۰۱۲ م کې د پاکستان د دفاع سیکرېټري اصف ياسين ملک د سينټ قايمه کميټۍ ته ويلي ول چې ډرون بريدونه د پاکستان په مرضۍ کيږي او دارنګ د دې لپاره تر دسمبر ۲۰۱۱ م کال پورې د پاکستان شمسي هوايي ډګر کارول شوی وو.
XS
SM
MD
LG