د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: نژدې ۱۲۰۰۰ یاغیانو ته مرګژوبله اوښتې


د رپورټ جوړونکې وايي په تيرو ۱۲ مياشتو کې د افغان امنيتي سرتيرو کارکردګي ډيره ښه پاتې شوې او تر دې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمې يې هم بيا نيولي دي.

د ګارډيېن ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي دي د ملګرو ملتونو د رپورټ له مخې په تېر يوه کال کې د افغانستان دننه شا و خوا ۱۲۰۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوړلې ده يا ژوندي نيول شوي دي.


رپورټ زياتوي د افغان سرتيرو برياو باجود به ياغيتوب تر هغو روان وي ترڅو چې د پراخو ناقانونه لارو طالب وسلوال مالي مرستې ترلاسه کوي.

د رپورټ له مخې په ۲۰۱۲ م کال کې د اپيمو له ناقونونه کاروبار د طالبانو امدن ۱۵۵ ميلیونه ډالره ته رسېدلې وو. البته د ناټو ګاړو د حفاظت په بدل کې طالبانو ته د امنيتي کمپنيانو لخوا ميلاوېدونکو پيسو کې کمی راغلی دی. دا له هغه پس دي چې ناټو د خپلو مرکزونو تړل پيل کړي دي.

په رپورټ کې دا هم خبرداری ورکړل شوی چې طالبان په غير قانوني توګه قيمتي کاڼي راباسي او بيا يې خرڅوي. رپورټ زياتوي بايد چې افغان حکومت د باروتو جوړولو صنعت د بم جوړونکو طالبانو لاسو ته له تلو څخه د بچ کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

مقاله کې راغلي په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې ځانمرګو بريدګرو باندې د دې لپاره جنسي تېری کېږي چې دارنګ له خپله موخې سرغړونه ونه کړي.

دا هم ويل کيږي چې په افغانستان کې د هغه تمانچو استعمال زيات شوی چې د ډز کولو پر وخت اواز نه کوي.

په رپورټ کې راغلي دي د پروسږ کال په پرتله سږ کال طالبانو ته درې چنده زياته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رپورټ جوړونکې وايي په تيرو ۱۲ مياشتو کې د افغان امنيتي سرتيرو کارکردګي ډيره ښه پاتې شوې او تر دې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمې يې هم بيا نيولي دي.

رپورټ کې وړاندې راغلي دي طالبانو په روان کال کې ډېرې کمې برياوې لاسته راوړې دي او دارنګ په ډېرو ځايونو کې يې ولسي ملاتړ هم له لاسه ورکړی دی. خو دا ده چې د تشدد کچه داسې حد ته په لوړېدو ده چې په ۲۰۱۰ م کال کې هم نه وه ليدل شوې.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې نړيوال جنګي مشن راتلونکې کال سرته رسېږي ، ياد رپورټ په حالاتو کې د موقتي بهترۍ ډير لږ اميد ورکوي.

په کابل کې مشورتي لويه جرګه کې پر دې بحث کوي چې ايا د ۲۰۱۴ م کال وروسته به د افغان سرتېرو د ملاتړ لپاره بهرني پوځيان پاتې کوي او که نه؟
XS
SM
MD
LG