د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آزادې اروپا راډيو تر انټرنېټي یرغل لاندې ده


د پراګ مېشتې انټرنیټې شبکې د راپور له مخې له تېرې پنجشنبې راهیسې د آزادې اروپا راډيو (RFE/RL) پر انټرنیټه کرښه پر له پسې بریدونه دوام لري چې له کبله یې زموږ جهاني ګڼرسنۍ او د اطلاعاتو خدمتونه بیا بیا معطله کېږي.


د آزادې اروپا راډيو (RFE/RL) مشر کېوین کلوس وايي: ‘موږ په دې اړه معلومات راټولو خو دا مو باور دی چې زموږ پر انټرنیټي شبکه بریدونه روان دي، نوموړي زیاته کړه " موږ دا پرېکړه وکړه چې د خپلو اورېدونکو غوښتنو ته په کتو چې د آزادې اروپا راډيو پر خپرونو تکیه لري، راپور ورته ورکړو، ځکه د بیا بیا خنډ له کبله، هغوی نشي کولای چې زموږ له خبري شبکې سره ونښلول شي. "

د آزادې اروپا راډيو (RFE/RL) د خپروندویه موادو منظموونکی سیسټم په ټوله نړۍ کې د امریکا غږ، د منځني ختیځ خپرونو شبکه او د کیوبا نشراتو ادارې دفتر ته تکیه ورکوي.

د آزادې اروپا راډيو (RFE/RL) د کمپیوټر بېړني غبرګون ډلې تېخنیکي کارکونکي، او د نړیوالو رضاکارانو ډله چې د الېکټرونکي بریدونو د درکځي او سرغنې په لټون کې مرسته کوي، لګیا دي چې د دغه انټرنیټي یرغل مخه چپه کړي. او زموږ سیټم له نوره خنډه وباسي.

د خدمتي لړۍ شلولو جعلي انټرنیټې پاڼې Distributed Denial of Service, or DdoSد

DDoS: د خدمتي لړۍ شلولو جعلي او وایروسي انټرنیټې پاڼې، له زرګونه ان له میلیونونو کمپیوټرونو د انټرنېټ نظام چلولو پر یو بل سیسټم د یرغل کولو په موخه د غوښتنې په بڼه استول کېږي. او د کمپویټري شبکې ور بیا بیا ورټکوي او هغه نه پرېږدي چې خپل کار په عادي توګه وکړي. او یا په بله معنا سیسټم یې بوخت وساتي.

د آزادې اروپا راډيو (RFE/RL) مشر کېوین کلوس وايي، "دا د ننګونو او چېلنجونو یو بربنډ ثبوت دی چې په ننني زمان کې د ازادو نشریاتو او اطلاعاتو تبادله کولو پر وړاندې خنډونه جوړېږي. "
XS
SM
MD
LG