د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًپه سوات کې د کېسټو پخواني دوکاندار کباب پخاویً


د سوات یو منظره
د سوات یو منظره
په امریکایي مجله د نیویارکر کې د لیکوال محمد حنیف د خیبر پښتونخوا د سوات په اړه لیکل شوې مقاله خپره شوې ده.

محمدحنیف لیکي ، څو کاله وړاندې ده د سوات په مېنګوره کې له یو داسې کباب پخوونکي سره ولیدل چې ښايي دا کار یې تازه پیل کړی وو او د کباب پخوول یې لا سم نه وو زده.

محمد حنیف ليکي ، په هغه وخت کې د سوات واک (کنټرول) د ملا فضل الله لاس ته ورغلی وو.هغه هلته یو غیر قانوني ایف ایم راډیو چېنل درلود او د هغه له لارې یې خپل کمپاین پیل کړی وو.

لیکوال زیاتوي ، په دې وخت کې له پنجابه داسې وسله وال سوات ته راغلي وو چې د نجونو د سکولونو په ورانولو کې یې مهارت درلود. ځینې بیا داسې وو چې له پوځیانو او عامو خلکو د سرونو په پرېکولو (حلالولو) ښه پوهېدل.

ملا فضل الله او د هغه وسله والو ملګرو د یو داسې شریعت لپاره کوشش کاوی چې په خلکو کې وېره خپره کړي چې څوک یې مخالفت ونه کړي.

د لیکوال محمد حنیف په لیکنه ، ملا فضل الله د دې لپاره د کېسټونو او د نایانو دوکانونه په باردو والوزول ، د سوات یوه هنر منده یې د مېنګورې په یو څلور لاره (چوک) کې ووژله او وسله والو به مړي په هم دې څلور لاره کې غورځول نو ځکه په هغه وخت کې په (خوني چوک) مشهور شوی وو.

لیکوال زیاتوي ، په مېنګوره کې چې ده له کوم کبابي سره لیدلي وو د هغه هم مخکې د کېسټونو او ویډیوګانو دوکان وو ، خو چې کله یې هغه پرېښود نو یې له مجبورۍ د کباب پخولو ته مخه کړه او ځکه یې سم نه شو پخولای.

په دې مقاله کې پر مخ لیکل شوي دي چې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان پوځ په سوات کې د طالبانو خلاف عملیات پیل کړل او ملا فضل الله له سواته افغانستان ته وتښتیدی.

د لیکوال په خبره ، ملا فضل الله له هغه وروسته په مختلفو کې کارونو کې ځان بوخت کړ او د تعلیم لپاره پر مبارزه کوونکې ملاله یوسفزۍ یې هم د برید امر وکړ.

ملا فضل الله له هغه وروسته د تحریک طالبان پاکستان مشر وټاکل شو چې د یادې ناقانونه ګرځول شوې ډلې پخوانی مشر حکیم الله محسود د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

حکیم الله محسود په پاکستان کې د طالبانو لوبه (فعالیتونه) پر مخ بیول او د هغه د مشرۍ په څلور کلنه موده کې په پاکستان کې لوی شمېر بمي چاودنې وشوې.

د محمد حنیف په لیکنه ، په پاکستان کې اوس ځینې سیاستوال او پر روانو حالاتو ځینې تبصره کونکي د زرګونو بې ګنا خلکو په وژنه کې لاس لرونکي حکیم الله محسود ته شهید وايي.

په پاکستان کې داسې فکر کیږي چې که چېري ډرون بریدونه ودرول شي نو به طالبان خبرو ته غاړه کښېږدي او پر ولسي خلکو به بریدونه ودروي. خو د محمد حنیف په خبره په حقیقت کې داسې نده. او د پاکستان د حکومت د پالیسو له کبله هم خلک په حالاتو سم نه دي خبر.

د محمد حنیف د دې مقالې په پای کې راغلي چې طالبان د دې لپاره د ډرون بریدونه درول غواړي چې بیا دوی پر ولسي خلکو ښه په امن کې د بمې بریدونو منصوبې جوړې کړي.
XS
SM
MD
LG