د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د صحرا باغ له اډې نه امریکايي پوځیان ووتل


د خوست په صحرا باغ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه (سلرنو) له تخلیې وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د خوست په صحرا باغ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه (سلرنو) له تخلیې وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.


په نوموړي اډه کې د امریکايي ځواکونو له خوا په لسګونه ودانۍ او نور پوځي تاسیسات جوړ شوي، چې دوی ورڅخه په پوځي برخه کې په تېرو دولسو کالونو کې ګټه پورته کوله او د هغې تر څنګ په یاده پوځي اډه کې په زرګونو افغانانو هم د ترجمانانو، کسبه کارانو، مزدورانو او قرار دادیانو په توګه دنده تر سره کوله، چې څو میاشتې وړاندې يې امریکايي پوځیانو ورسره د کار کولو قرارداونه ختم شول او اوسمهال هغه ډیری افغانان کار او دندې نه لري.

سلرنو یا په صحرا باغ کې د امریکايي پوځیانو لویه اډه ډېره پراخه ده او لمنې يې نږدې غرونو او غونډیو ته رسیدلې دي، چې د ساتنې له پاره يې د اډې په باندینو برخو کې په لسګونو ترصدي ټاورنه جوړ شوي او له خارجیانو سره افغان پوځیانو په کې پهرې او ګزمې کولې.

نوموړې اډه څو کاله وړاندې د افغانستان په دوولسو ولایتونو کې د میشتو امریکايي پوځیانو ګډ مرکز وو، چې بیا وروسته په جلال اباد، ګردیز، پل علم، میدان ښار، ښرنې او نورو ښارونو کې هم پوځي اډې جوړې شوې او د سلرنو له پوځي اډې څخه د خوست او نږدې سیمو پوځي فعالیتونه سمبالیدل.

صحرا باغ کې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال موقتي هوايي ډګر جوړ شو، چې لویو پوځي الوتکو به ورڅخه پروازونه کول، امریکايي پوځیانو هم له یادې اډې څخه د الوتکو ډیری پروازونه تنظیمول او ترانسپورټي پوځي الوتکو او چورلکو په کې ناستې کولې.

خوست والي عبدالجبارنعيمي په خوست کې د هغې پوځي اډې په تاسيساتو کې مشال راډیو ته وویل:

((څو ورځې وړاندې د نړيوالوځواکونو لخوا د سلرنو پوځي اډه په بشپړه توګه افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوه، د صحرا باغ هوايي ډګر د هر ډول الوتکو د الوتنې لپاره مناسب دی، د ترانسپورټ او هوايي چلند له وزارت غواړو، چې د ياد پخواني او مهم موقعيت لرونکي هوايي ډګر اړوند تاسيساتو ساتنې او فعالولو ته توجه وکړ.ي))

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د یادو تاسیساتو د ساتنې او مراقبت له پاره يې پوره تیاري نیولي او په دې اړه د خوست د سیمه ییزې ادارې د مشرتابه له خوا اړوندو پوځي ارګانونو ته دندې سپارل شوي دي او دوی تمه څرګندوي، چې تراسپورټ وزارت به د نوموړي هوايي ډګر په فعالولو کې پوره همکاري وکړي.

ویل کیږي، چې د یادې پوځي اډې د رسمي سپارنې له پاره ممکن په نږدې راتلونکې کې مراسم ترسره شي، خو وار د مخه له یو شمېر کتونکو سره دا اندیښنه موجوده ده، که چیرې د یادو تاسیساتو او په کې د شته تجهیزاتو د ساتنې او کارونې له پاره په ښو پلانونو کار ونه شي، ښايي یوه برخه يې زیانمنه شي.
XS
SM
MD
LG