جاپان د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو له ترسره کېدو سره د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو مرسته وکړه.
په کابل کې د جاپان سفیرهیروشي تاکاهاشي وویل، د افغانستان د ولسمشریزي او ولایتي شوراګانو انتخابات ډېر مهم دي.
تاکاهاشي زیاته کړه، که انتخابات بریالي ترسره شي، له افغانستان سره به د جاپان مرستې نورې هم زیاتې شي:
"د جاپان دولت څاري چې ایاستاسو انتخابات به کامیاب وي او که نه؟ که بریالي و، طبعا به زموږمرستې زیاتې شي."
له امریکا وروسته جاپان د افغانستان یوله لویوتمویلونکې هیوادونو شمیرل کېږي.
د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې د راتلونکوانتخاباتو د ترسره کولو لپاره ۱۲۶ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
ټاکل شوې ده چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶ ترسره شي.