د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي د جماعت اسلامي او پوځ لارې بېلې شوې


په پاکستان کې چې د القاعده وسله والې ډلې څومره کسان نیول شوي دي، هغوی یا خو د جماعت اسلامي ګوند غړو له کورونو نیول شوي یا یې هم له دې ګوند سره اړیکي ول.


د پاکستان جماعت اسلامي ویلي دي چې پوځ په سیاست کې د مداخلې حق نه لري. دا خبره تېره ورځ په لاهور کې د ګوند تر غونډې وروسته د جماعت اسلامي یوه مشر لیاقت بلوڅ خبریالانو ته وکړه.


نوموړي دا خبره، د پوځ د هغه بیان په غبرګون کې وکړه چې پکې پوځ ویلي ول، جماعت اسلامي باید له وسله والو سره په جګړه کې د وژل شویو سرتېرو د کورنیو احساساتو د مجروح کولو په بدل کې بښنه وغواړي.

تر دې مخکې د طالبانو مشر حکیم الله مسود د وژنې په اړه په یوه ټیلي وېژني مباحثه کې د جماعت اسلامي مشر منور حسن پوښتنه کړې وه چې که له امریکا سره په جګړه کې وژل شوي کسان شهیدان وي، نو بیا د پاکستان سرتېري چې د امریکا ملګرتوب کوي، ایا هغوی ته هم شهیدان ویل کېدای شي او که څنګه؟

پوځ د منور حسن دا خبرې ګمراه کوونکې بللې وې. له لسیزو راهیسې د جماعت اسلامي او پاکستاني پوځ تر منځ اړیکي دي، خو ایا اوس د دواړو تر منځ درز پیدا شوی دی؟ که پیدا شوی وي نو ایا دا اوږد مهاله دی که نه؟


د یو بل پر ضد د جماعت اسلامي او پوځ وروستي بیانونه څه مانا لري؟ په اسلام اباد کې د سیاسي چارو پوه، پوهاند عبدالحمید نییر وايي، داسې ښکاري چې جماعت اسلامي د ګوند باني ابو العلا مودودي د فلسفې پر لوري بیرته روان دی. د ده په خبره، د جماعت اسلامي فلسفه تر یوه هیواده نه، بلکې د نړۍ په ټول اسلامي امت پورې تړاو لري:

"جماعت اسلامي خپلې هغې فلسفې پر لوري بیا تللی دی چې مشر یې پخوا بیان کړې وه. د دوی موخه د هیواد لپاره نه بلکې اسلامي امت لپاره کار کول دي. زموږ هیواد یو ریاست دی، دولت دی او پوځ دې دولت پورې تړلی دی. زموږ پوځ د دې هیواد، د اساسي قانون، حکومت او د هیواد د جغرافیايي پولو محافظ دی."

جماعت اسلامي له لسیزو راهیسې له پوځ سره نېږدې ګوند پاتې شوی دی. د دې ګوند له پوځ سره دومره نېږدې اړیکي ول چې په پاکستان کې ځینو سیاسي شنونکو خو دا ګوند د پوځ سیاسي څانګه بلله، نو اوس د یو بل پر ضد بیانونه ټکر نه پیدا کوي؟

پوهاند عبدالحمید نییر وايي، دا هم هسې ټکر دی چې یو وخت طالبانو ښودلی وو:

"دا هغه ټکر دی چې طالبانو هغه وخت ښودلی وو چې کله هغوی ویلي ول چې موږ د پاکستان ایین نه منو، پارلېمان یې نه منو او د پوځ پر ضد جنګېږو. نو جماعت اسلامي چې څه خبره کړې ده، هغه په اساسي توګه د طالبانو بشپړ ملاتړ دی. د جماعت اسلامي په اړه باید موږ ته دا خبره مالومه و اوسي چې پر دې سربېره چې جماعت اسلامي په پارلېمان کې دی، د اساسي قانون د وفادارۍ قسم خوري، خو دا په دې هیواد کې د القاعده تر ټولو زیات ملاتړ کوونکی ګوند دی."

نییر وايي، په پاکستان کې چې د القاعده وسله والې ډلې څومره کسان نیول شوي دي، هغوی یا خو د جماعت اسلامي ګوند غړو له کورونو نیول شوي یا یې هم له دې ګوند سره اړیکي ول.

نو د پوځ او جماعت اسلامي تر منځ دا ټکر د یوه سټراټیژیک ټکر په څېر دی او که نه دا به د دواړو تر منځ د اړیکو کیسه پای ته ورسوي؟

په اسلام اباد کې د دفاعي او سیاسي چارو پوهه ډاکتره عایشه صدیقه وايي، پوځ اصلاً له جماعت اسلامي قوت جوړ کړ، نو دا پته نه لګي چې د دواړو تر منځ کړکېچ به ختم شي او که نه؟

"جماعت اسلامي د ګوند په څېر نه، خو د یوه قوت په څېر، اصلاً پوځ جوړ کړی دی. دا کار له ۱۹۶۰ز لسیزې راهیسې روان دی. پوځ له هغه وخت راهیسې له جماعت اسلامي سره تړلی وو. اوس داسې ده چې د دواړو تر منځ کړکېچ راغلی دی. نو دا باید وګورو چې دا لانجه یا کړکېچ به روان وي که نه ختمېږي به؟"

خو پوهاند نییر فکر کوي چې اوس ښايي د پوځ او جماعت اسلامي د اړیکو کیسه پای ته ورسېده:

"ماته ښکاري چې له دې ټکر سره خو د دواړو کیسه نور پای ته ورسېده. پوځ ته د یوې نظریاتي امسا یا ملاتړ ضرورت وو او جماعت اسلامي د پوځ له دې ضرورته زیاتې پښې غځولې دي. پوځ ته د جهاد في سبیل الله او داسې نورو خبرو د ملاتړ ضرورت وو نو جماعت اسلامي د پوځ پوره مرسته کړې وه. اوس چې جماعت اسلامي دا فکر کوي چې اوس خو وسله والې اسلامپالې ډلې پر پاکستان حاوي کېږي نو دوی باید په سپینه د دې ډلو ملاتړ وکړي. نو زما په اند، دوی همدې حد ته رسېدلي دي."

د پوهانو په خبره، که جماعت اسلامي په دې ډول فکر روان پاتې شي نو ښايي په پاکستان کې په سیاسي ګوندونو کې د یوازیتوب ښکار شي خو دا پر حکومت او رسنیو منحصره ده چې په څه ډول په ولس کې د جماعت اسلامي پر نفوذ اثر اچولای شي.
XS
SM
MD
LG