د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملالې پر کتاب بندیز نشي لګول کېدای


د خيبر پښتونخوا د ټولو شخصي سکولونو ټولنې یو مشر مشر عقيل رزاق له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وويل : دا د نصاب کتاب نه دی نو څوک پری پابندي نه شي لګولی


د پنجاب په مرکز لاهور کې د ټول پاکستان شخصي سکولونو فېډرېشن په نامه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې د تعلیم جهاني مبارزې ملالۍ یوسفزۍ پر کتاب په خپلو سکولونو کې بندیز لګولی دی. دوی وايي، په کتاب کې ځینې داسې مواد دي چې له کبله یې نه غواړي ماشومان د هغې پر پله یا نقش قدم ولاړ شي.


که څه هم د پنجاب شخصي سکولونو کې د بندیز لګولو ادعا کېږي خو د خيبر پښتونخوا د ټولو شخصي سکولونو ټولنې یو مشر بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا کوي چې دوی هېڅکله داسې اراده نه لري چې په شخصي سکولونو کې د ملالې يوسفزۍ پر کتاب بنديز ولګوي.

د دې تنظيم مشر عقيل رزاق له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وويل: "دا د نصاب کتاب نه دی نو څوک پری پابندي نه شي لګولی، د هر چا خپل يو نظر دی او بايد چې هر چا ته د خپل اظهار ازادي ورکړل شي"

د تعلیم نړیوالې مبارزې ملالې یوسفزۍ کتاب "زه ملاله یم" (ای اېم ملاله) نژدې یوه میاشت وړاندې نړیوال بازار ته د خرڅلاو لپاره راوتی دی، خو لا هم د پاکستان په ګڼو برخو کې دا کتاب نه تر لاسه کېږي.

د ټول پاکستان شخصي سکولونو اتحادیې مشر ويلي دي چې د ملالې يوسفزۍ په کتاب کې ځینې خبرې دي چې په زده کونکو کې شکونه پيدا کوي، خو د امريکا په فلورېډا کې د سياسي چارو کارپو ډاکټر محمد تقي له دې سره اتفاق نه کوي او وايي په دې کتاب کې هېڅ داسې خبره نه شته چې نیوکې پرې وشې.

د ده په خبره څوک چې دا خبرې کوي هغوی هېڅ د ملالې کتاب لوستلی نه دی بلکې دا هغه خلک دي چې په پاکستان کې د مترقي او روشنفکرانو خلکو مخه نیول غواړي.

"په پاکستان کې يو ذهنيت دی چې د هغوی کار سختدريځۍ خورول او د روښنفکرۍ مخه نيول دي خو زما په خيال د رڼا مخه څوک نه شي نيولی"

که څه هم د پنجاب په لاهور کې د شخصي سکولونو ټولنې د ملالې يوسفزۍ پر کتاب د بنديز لګولو خبره کړې، خو د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د يو شخصي سکول زده کونکې جواد خان مشال راډيو ته وايي، چې له بنديز وروستو یې د ملالې د کتاب لوستو تنده نوره هم زياته شوې ده او زیاتوي چې د هغې کتاب په مارکېټ کې نه ملاوېږي.

"موږ غواړو چې دا کتاب ولولو خو خبره دا ده چې په دکانونو کې نه شته، خو زه وايم چې دا کتاب ولولم ځکه چې ملاله اوس يوه نړيواله اتله ده او زه یې وايم چې هغې به په خپل کتاب کې څه ليکلي وي"

کارپوه محمد تقي وايي، په ګنګوسو او پلمو د ملالې يوسفزۍ پر کتاب بندیز لګول د نوموړي په خبره د رڼا مخه نیول دي، دی زیاتوي کتاب ښه وي او که بد لوستل يي ضروري وي چې دا رنګ بيا خلک وکولای شي د هغې ځواب ورکړي.
XS
SM
MD
LG