د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي د پاکستان په مرسته د شام رژيم راپرځول غواړي


ریاض: د سعودي شاه عبدالله د شام ولسمشر بشر ال اسد سره روغبړ کوي. ۲۰۱۰م کال
ریاض: د سعودي شاه عبدالله د شام ولسمشر بشر ال اسد سره روغبړ کوي. ۲۰۱۰م کال

سعودي عرب له پاکستان سره له پنځو زرو څخه تر لسو زرو پورې د ياغيانو د روزلو د دندې پر سپارلو بحث کړی دی.

فارن پاليسي مجله ليکي، تر هغه وروسته چې سعودي عرب د امريکا په مشرۍ کې د اسد رژيم د راپرځولو له نړيوالو هڅو څخه ناهېلی شوی دی، غواړي چې د شام حکومت مخالف ياغي ځواکونو ته روزنه ورکړي. مجله د درو سرچينو په حواله ليکي چې په دې کار کې رياض له پاکستاني روزونکو مرسته اخلي.


پاکستان او سعودي عرب د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې سره په ګډه د ۱۹۸۰ په لسيزه کې په افغانستان کې د روس پلوه حکومت په ضد د افغان ياغيانو ملاتړ کړی وو. خو دا مرسته اوسمهال هېښونکې پايلې لرلای شي ځکه چې غېر منظمه افغان ياغيانو د زاړه رژيم تر پرځولو وروسته ونشوای کړای چې حکومتداري وکړي او د دې ګډوډۍ په نتيجه کې طالبان راپورته شول. تر هغه وروسته ځينې ياغيان القاعده ته واوښتل او د خپلو پخوانيو سرپرستانو پر ضد يې وسلې را واخيستې.

مجله ليکي، په رياض کې پر همدې مسله بحث شوی او سعودي حکومت وايي چې دا روزنه به د سختدريځۍ ضد د يو دارو په شان وي، نه چې یې سبب وګرځي. دوی د دې کار لپاره دوه هدفه بيان کړي دي چې يو يې د اسد رژيم راپرځول او بل يې له القاعده سره تړلي تنظيمونه کمزوري کول دي.

مجله په سعودي کې د دې پرګرام په اړه د يو خبر لرونکې سرچينې له خولې ليکي چې رياض دې نتيجې ته تر رسېدو وروسته هوډ وکړ چې په اصل کې ولسمشر برارک اوباما په جدي توګه د اسد ليرې کول نه غوښتل، او نه هم د امريکا هڅو څه رنګ را وړ، ځکه خو یې نور په خپل مټ د پاکستان په مرسته د اسد رژيم را پرځولو نیت کړی.

مجله ليکي، تر اوسه په دې لړ کې د پاکستان رول زيات نه دی خو يوې سرچينې ويلي چې له پاکستان سره يې له پنځو زرو څخه تر لسو زرو پورې د ياغيانو د روزلو د دندې پر سپارلو بحث کړی دی. بلخوا د کارنيګي منځني ختيځ د څېړنيز مرکز يو څېړونکې يزيد سايغ مجلې ته ويلي چې سعودي پلان درلودی چې پاکستان له څلوېښت زره څخه بيا تر پنځوس زره پورې ياغي عسکر وروزي.

مجله ليکي، د اسلامي سختدريځه ياغيانو د روزلو په اړه شنونکي نظر لري چې سعودي به د سلفي ډلو د ملاتړ لپاره کار وکړي. خو مجله زياتوي چې پاکستان وار د مخه لا د فرقه ايزه تشدد سره لاس و ګرېوان دی او د دې کار په تر سره کولو سره بايد خپلې اړيکې له ايران سره وسنجوي، په داسې حال کې يې خپله تګلاره د افغانستان د راتلونکې په اړه له طالبانو سره پر خبرو اترو مرکوزه کړې او بلخوا له هند سره د اوږدې مودې راهيسې دښمني لري. نو اوس د پاکستان لاسونه ډک دي او د يو شنونکې په نظر که چيرې پاکستان و هم غواړي نو د دې اهل به به نه شي چې له شامي ياغيانو سره مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG