په شمالي وزېرستان کې د کرم تنګي بند (ډېم (چې د فاټا سیکریټرېټ د رپورټ له مخې په ۲۰۰۸ کال کې یې بشپړېدونکی وو خو لا هم پرې کار نه دی پیل شوی.
د سیمې خلک وايي، چې د کاري ډلې ځي راځي، په پلمو بهانو له ځنډه کار اخلي.
دوی غوښتنه کوي که د پاکستان سرکار ورته دا ډېم جوړ کړي نو یوه لویه پراخه سیمه به خړوبه شي او د خلکو په ژوند کې به یو لوی اقتصادي بدلون راوړي.
د مشال خبریال احمد الله یې راپور جوړ کړی