د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې له پښتنو د ټوپک په زور پیسې اخیستل کېږي


د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید وایي د کراچۍ د نورو برخو په نسبت د کلنګ کلچر د پښتنو په ګڼ میشتو سېمو کې په زور کې دی

د کراچۍ ګڼمېشتو پښتني سیمو اوسېدونکي وایي، په ښار کې دوه میاشتې مخکې شورو شوي اپریشن سره که یوې خوا ته د دوی په سیمو کې د پخوا په پرتله د هدفي وژنو پېښې کمې شوې دي خو په دغو سیمو کې بیا د کلنګ (بتې) پیښې لا هم په زور کې دي.


له مشال ریډیو سره په خبرو کې د مومند اېجنسۍ یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وویل ، د هغه د کراچۍ په منګوپیر سیمه کې د ماربلو دوه کارخانې دي، په سیمه کې موجود د یوې وسلوالې ډلې کسانو ورڅخه ۳۵ لاکه روپۍ کلنګ غوښتی، خو د انکار په صورت کې وسله والو د هغه ځوان زوم وواژه.

د هغه په وینا شپږ میاشتې مخکې یې د کلنګ نه ورکولو او سرساتنې له امله دواړه کارخانې بندې کړې او د ښار خوندي برخې ته کډه شوی دی.

دغه تن وایي ده په یاده سېمه کې د تېرو ۳۵ کلونو راهیسې کاروبار کولو خواوس یې کاروبار ولاړ دی او دی نن هم نه شي کولی خپل کاروبار بیرته خلاص کړي.

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر سېنېټر شاهي سید وایي د کراچۍ د نورو برخو په نسبت د کلنګ کلچر د پښتنو په ګڼ میشتو سېمو کې په زور کې دی او په کراچۍ کې روان اپریشن هم د دې زور مات نه کړ.

((د بتې په ټلیفونونو کې یوه پایي کمی نه دی راغلی. زموږ خلکو ته اوس هم باقاعده د بتې لپاره ټلیفونونه کیږي. دا ټلیفونونه د افغانستان له نمبرو، د واڼه له نمبرو او د کراچۍ له نمبرو کیږي. مونږ دغه نمبرې امنیتي ادارو ته هم ورکړي دي خو تراوسه یو تن هم نه دی نیول شوی. داسې ښکاري لکه دغه بته اخیستونکي چې زموږ تر ادارو هم زیات قوي دی))

د کراچۍ د پولیسو مشر شاهد حیات وایي کلنګ اخیستونکي له نارجسټر شویو سیمونو څخه د ښار سرمایه دارانو ته ټلیفونونه کوي او اوس د کراچۍ پولیسو داسې ټیکنالوژي ترلاسه کړې ده چې د هغې په واسطه د ټلیفون کونکي ځای مالومېدلی شي. د هغه په وینا له دې اقدام سره به د کلنګ پېښې راکمې شي.

دی وایي هغه ټیکنالوژي چې ټلیفوني چاپیرچل لټوي هغه اوس د پولیسو لاس ته ورغلې ده او امید لري چې له دې لارې به د کلنګ او د پیسو لپاره د تښتوني په جرمونو کې کموالی راشي
خو سېنېټر شاهي سید د پښتنو په سیمو کې د کلنګ اخیستونکو شته والی تخنیکي نه بلکې سیاسي ستونزه ګڼي .

د منګوپیر سیمې خلک وایي زیاتره کاروباریانو په سیمه کې د کلنګ د زیاتو شویو پېښو له امله له یادې سیمې کاروبارونه نورو برخو ته منتقل کړي چې د دې له وجې یې د سیمې په خلکو کې بې روزګاري زیاته شوې بلکې په نورو کاروبارونو هم بد اغېز پرېوتی دی.

XS
SM
MD
LG