د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد لارې پر تړلو ناندری


د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه
د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډه

د اپوزیشن مشر خورشيد شاه وايي، د ناټو رسد لارې بندول يا نه بندول د مرکزي حکومت کار دی، که چيرې د پښتونخوا حکومت یې بندوي نو مسلې به را پيدا شي

د پاکستان د پارليمان اپوزيشن ګوندونو د ناټو د رسد د لارو پر بندولو اتفاق ونکړی خو له وسله والو طالبانوو سره پر خبرو اترو کولو سلا شول. نن د سېشنې پر ورځ په آسلام آباد کې د پاکستان پيپلز ګوند د پارليماني مشر او د اپوزيشن ليډر سيد خورشيد شاه په مشرۍ کې د اپوزيشن د پارليماني مشرانو غونډه شوه.


خورشيد شاه تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې د ناټو د رسد لارې بندول يا نه بندول د پاکستان د مرکزي حکومت کار دی او که چيرې د خېبر پښتونخوا حکومت دا کار وکړي نو نورې مسلې به را پيدا شي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف پرون د یادې صوبې په اسمبلۍ کې د يو قرار داد له لارې له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې د ناتو لپاره د رسد لارو بندولو په لړ کې دې د روانې میاشتې تر شلمې نیټې پریکړه وکړي کنه نو بیا به صوبايي حکومت په خپلو فيصلو کی ازاد وي.

تر دې څو ورځې مخکې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي ول چي که په قبايلي سيمو کی د امریکايي ډرون الوتکو بریدونه بند نه شول نو په غبرګون کې به له پېښوره تېرېدونکې د ناټو ګاډو پر وړاندې لارې بندوي.

لاره بنده نه ده

بلخوا د ناټو سیکرټري جنرل پرون له پاکستان څخه وغوښتل چې د ناټو ځواکونو اکمالاتي لارې دې پرانستې وساتي.

نومړې په برسلز کې خبریالانو ته د وينا پر مهال زياته کړه چې باور لري چې پاکستاني چارواکي به د اکمالاتو او ټرانزیټ لارې پرانستې وساتي ځکه دا د پاکستان په ګټه ده چې د سیمې په ثبات او امنیت کې مثبت رول ولري.

زور کارول ګټه نه شیندي

د پاکستان وزير اعظم نواز شريف خبرداری ورکړی چې د بې ځايه زور د استعمال له وجې د امن هدف نه شي تر لاسه کيدی. په يو ډرون بريد د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژنې وروسته دا د نوموړې لومړۍ وينا وه چې پرون يې په بهاولپور کې د پوځي مشقونو تر کتو وروسته وکړه. نوموړي زياته کړه

(( زموږ حکومت د ويني تویولو او د تشدد لړۍ ختمولو لپاره ټينګ هوډ لري، خو دا هدف نه په يوه شپه تر لاسه کېدای شي او نه هم زموږ د خلکو په وړاندې د بې ځايه زور په کارولو سره. دا کار هغه وخت کېدای شي چی اول د ټولنې بې لارې او ناپوهه خلک په لار کړل شي))


حکیم الله مسود د تيرې جمعي پر ورځ په داسې حال کی ووژل شو، چې حکومت د هغه له ډلي سره د ملاقات تیاریانې کولې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان پر امریکا تور پورې کړی چي په دغه هيواد کی د امن خبرو اترو ته زیان رسوي.

بلخوا د امریکا بهرنيو چارو وزير جان کېري په خپل غبرګون کی ويلي دي، چې واشنګټن د پاکستان لخوا د اندېښنو په اړه ډير حساس دی.

له دې مخکې په راپورونو کې ویل کېدل چې پاکستاني چارواکي له واشنګټن سره د اسلام آباد پر اړیکو د بیا کتنې په اړه غور کوي.

د امریکا په ډرون بريد کې د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود له وژل کېدو وروسته د پاکستان حکومت سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې دا برید به له تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت د سولې خبرې زیانمنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مېري هرف پرون وویل چې په پاکستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې په وړاندې هېڅ خنډ نشته او اکمالات روان دي. مېرمن هرف د مسود وژل کېدل تایید نه کړل، خو ویې ویل، نوموړی د امریکا د ملي ګټو لپاره مستقیم ګواښ و.

پاکستان په ۲۰۱۲ کال کې د د ناټو اکمالاتي لاره د اوو میاشتو لپاره وروسته له هغه بنده کړه چې د امریکا د پوځ په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG