د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشرف ته ضمانت د لال مسجد ملاتړي قهرولي دي


جنرال پروېز مشرف
جنرال پروېز مشرف

جنرل مشرف ته ضمانت ورکول د لال مسجد ملاتړي قهرولي دي. د لال مسجد په عملياتو کې د وژل شوو کسانو د کورنيو سازمان د عدالت فيصله غندلې ده.

د امريکا نيويارک ټائمز ورځپاڼه وايې، د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر وکيل افشان عادل د دوشنبې په ورځ وويل چې د اسلام آباد يوه عدالت د لال مسجد په مقدمه کې د جنرال مشرف ضمانت منظور کړی دی.


داسي ګنګوسي دي چې له خلاصيدو سره سم به جنرل مشرف ښايي له هيواده ووځي. کله چې نوموړي د سږ کال په مارچ مياشت کې پاکستان ته ستون شو نو په يو شمېر مقدمو کې په خپله بنګله کې نظر بند کړل شو.

خو د نوموړي وکيل وايي، جنرال مشرف به په پاکستان کې پاته شي او کوښښ به کوي چې خپل سياسي حيثيت بيرته بحاله کړي.

د نوموړي وکيل افشان عادل زياته کړه چې دا خبره واضحه کول غواړم چې جنرال مشرف به په ملک کې وي او هېچري هم نه ځي.

ده زياته کړه چې جنرال مشرف د نواز شريف په شان نه دی. کله چې په ۱۹۹۹م کال کې د کودتا د لارې د هغه وخت د وزيراعظم نواز شريف حکومت ختم کړل شو نو په ۲۰۰۰ م کال کې نوازشريف جلاوطنه شو.

نيويارک ټائمز وايې، د عدالت لخوا جنرل مشرف ته ضمانت ورکول د لال مسجد ملاتړي قهرولي دي. د لال مسجد په عملياتو کې د وژل شوو کسانو د کورنيو سازمان د عدالت فيصله غندلې ده.

ددې سازمان وياند حافظ احتشام احمد نيويارک ټائمز ته ويلي دغه فيصله عدالت نه ده کړې بلکې له بلې خوا ته ورته ويل شوي چې د ده په خبره دا د انصاف وژنه ده.
XS
SM
MD
LG