د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ظاهر کاسي خوشي کولو لپاره شپه ورځ کار کوو


د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین خبري کانفرنس کوي
د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین خبري کانفرنس کوي

دوولس ورځې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال او د کاسي ټبر مشر ارباب عبدالظاهر کاسی د کوټې له پټېل سړکه نامالومه وسله والو وتښتوولو

د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د عوامي نېشنل ګوند د تښتوول شوي مشر ارباب عبدالظاهر کاسي کور ته ورغلي. وزیراعلی د ارباب ظاهر کورنۍ او د ګوند غړيو ته باور ورکړی چې د ارباب ظاهر د راخوشي کولو لپاره به هر ډول قدم پورته کوي.


ډاکتر عبدالمالک بلوڅ ويلي د عوامي نېشنل ګوند د تښتوول شوي سیاستوال ارباب عبدالظاهر کاسي د راخوشي کولو لپاره به شپه او ورځ يوه کوي، او ډېر ژر به يې د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشی کړي.

ارباب ظاهر کاسی
ارباب ظاهر کاسی
نوموړي دا څرګندونې د ارباب عبدالظاهر کاسي په کور کې د دوشنبې په ماښام له رسنيو سره په خبرو کې وکړې. وزیراعلی مالک بلوڅ وویل د کوټې د وګړو لپاره به تر دې غمجنه خبره بله کومه وي چې د ده په خبره د ارباب عبدالظاهر کاسي په څېر سیاستوال او قبایلي مشر هم وتښتوول شو.

؛ زه دده کورنۍ، ګوند او د بلوچستان وګړيو ته دا باور ورکوم چې د بلوچستان حکومت به د ارباب عبدالظاهر کاسي د ډاکتر عبدالمناف ترین او څومره چې د بلوچستان وګړي تښتوول شوي، د هغوی ټولو راخوشي کولو لپاره به شپه او ورځ کار کوي؛.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین هم د دوشنبې پر ورځ له پېښوره د ارباب ظاهر کاسي کور ته ورغلی او د ارباب کاسي کورنۍ ته يې د ګوند له لوري د هر قسم مرستې باور ورکړ. افتخار حسین د بلوچستان له وزیراعلی هم مننه وکړه او له نوموړي سره يې يو ځای رسنيو ته په خپلو خبرو کې وویل:

؛ تر ټولو له مخه خو موږ د ډاکتر صیب او د حاصل بزنجو مننه کوو چې له ټولو ملګرو سره دلته راغلل. همدا يوه طریقه وي چې موږ يې بیا هم مننه کوو. پاتې شوه دا خبره چې په حکومتي سطح باندې دا د دوی ذمه واري ده او دويیخپلې ذمه وارۍ ترسره کوي؛.

د ویلو وړ ده چې دوولس ورځې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند سیاستوال او د کاسي ټبر مشر ارباب عبدالظاهر کاسی د کوټې له پټېل سړکه نامالومه وسله والو تښتوولی چې تر اوسه يې لا هم د تښتوولو مسوولیت هېڅ وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د ارباب ظاهر کاسي کور ته د خواخوږۍ لپاره ورغلي
د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او د خیبرپښتونخوا پخوانی د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین د ارباب ظاهر کاسي کور ته د خواخوږۍ لپاره ورغلي
XS
SM
MD
LG