د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکیم الله مسود پر ناسم وخت ووژل شو؛ کرزی


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

ځیني کارپوهان هم وایي، د ولسمشر په ګډون افغان چارواکي دا اندیښنه لري چې؛ د مسود وژل کیدل به د افغانستان سولې بهیر ته زیان ورسوي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود(مسید، محسود) په یوه نا مناسب وخت کې ووژل شو او تمه ده چې دا کار به د سولې هڅې زیانمنې نه کړي.


ولسمشر حامد کرزي دغه خبره تیرماښام د امریکا د کانګرس له یوه پلاوي سره د ملاقات پرمهال په کابل کې وکړه.

ځیني کارپوهان هم وایي، د ولسمشر په ګډون افغان چارواکي دا اندیښنه لري چې؛ د مسود وژل کیدل به د افغانستان سولې بهیر ته زیان ورسوي.

د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسود د تیرې جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

که څه هم د هېواد دننه ځینې کړۍ ډاډه دي چې؛ د حکیم الله مسود وژل کیدل به پر افغان طالبانو او د دوی د سولې پرهڅو څه اغیز ونه کړي، خو ولسمشر حامد کرزی وایي، مسود په ناسم وخت کې وژل شوی دی.

ولسمشرکرزي د ارګ په ماڼۍ کې د امریکا کانګرس له یوه پلاوي سره د ملاقات پر مهال وویل، هېله ده چې؛ د مسود وژل کیدل د افغانستان او پاکستان د سولې پر روانو هڅو څه اغیز ونه کړي.

له ارګه خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر همدا راز په لندن کې د پاکستان له وزیر اعظم نواز شریف سره خپله وروستۍ کتنه هم ډیره مهمه او ګټوره بللې ده.

کارپوهان وایي، د ولسمشر اندیښنه له دې امله ده چې دا پيښه ښايي د دې سبب شي چې د پاکستاني وزیر اعظم وروستۍ ژمنې عملي نشي.

حاجي سید داود د ولسمشر حامد کرزي دا اندېښنه پر ځای بولي او وایي چې؛ د حکیم الله مسود وژل کیدو پاکستاني طالبان په غوسه کړي او دوی به په لنډ وخت کې د اسلام اباد له حکومت سره د سولې خبرې هم پيل نه کړي:

"د پاکستان د طالبانو تحریک د افغانستان د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره بیعت لري، کله چې د پاکستان د دولت او پاکستاني طالبانو ترمنځ مخالفت راځي، بې له شکه د افغانستان د طالبانو په تحریک هم تاثیر کوي، دا مساله چې وشوه، اوس نواز شریف نه شي کولای پاکستاني طالبانو ته قناعت ورکړي او کله چې هغوی قانع نه وي او د پاکستان لانجه له خپلو طالبانو سره وي، نو پاکستان به څنګه وکولای شي زموږ طالبان دې ته وهڅوي چې له ولسمشر کرزي سره خبرو کې برخه واخلي."

له دې وروسته چې؛ تیره جمعه د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د امریکایي ځواکونو په هوایي حمله کې ووژل شو، اوس پاکستاني طالبانو ویلي چې له اسلام آباد سره د سولې د خبرو هېڅ جواز نه دی موجود.

د پاکستان حکومت هم د مسود وژنه د سولې پر بهیر حمله بللې او ویلې یې دي چې؛ دوی به له امریکا سره په خپلو اړیکو هم له سره غور وکړي.

نوموړی په داسې حال کې ووژل شو چې؛ په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او طالبان په خپلو کې د سولې د خبرو پیل ته نږدې شوي وو.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وایي، د پاکستاني طالبانو د مشر وژل کیدل به پر افغان طالبانو ډير تاثیر ونه لري:

"دا چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د شروع کیدو په حال کې وې، په هغه کې به طبعآ یو ځنډ راځي، زه فکر کوم چې دا موضوع به افغاني طالبانو باندې ډیر تاثیر ونه لري."


ځینې افغان څیړونکي وایي، د پاکستان د استخباراتو ځینې کړۍ نه غواړي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه دې له خپلو وسلوالو طالبانو سره سوله وکړي.

دوی وایي، پخوا هغه افغان طالبان هم د پاکستان د استخباراتي کړیو له خوا وژل شوي او یا نیول شوي چې د سولې د خبرو پلویان وو.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG