د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې له طبي انسټي ټيوټه ۷۱ کسان فارغ شول


خوست - د شنبې په ورځ په خوست کې د یوه خصوصي روغتیايي زده کړو له انسټي ټيوټ څخه ۷۱ تنه محصلان فارغ شول، چې ۱۱ تنه يې نجونې دي.


د یاد ولایت د عامې روغتیا چارواکي وايي تر اوسه يې په ولسوالیو کې نیمايي پرسونل غیر مسلکي کسان دي، چې د نوموړيو فارغانو په جذب او ګمارنې سره به تر یوه بریده په ولسوالیو کې د روغتیايي کارکونکو د کمښت ستونزه حل شي.

په خوست کې د استاد حکیم تڼیوال د طبي علومو د انسټیټیوټ څخه په درېیمه دوره کې د لابراتوار، فارمیسي، نرسنګ او قابله ګۍ له څلورو ډیپارتمنټونو څخه ۷۱ تنه فارغ شول، چې یوولس تنه يې نجونې دي، چې د قابله ګۍ په څانګه کې يې خپلې نیمه لوړې زده کړې بشپړې کړي او دوه نیم کاله يې یادې زده کړې پرمخ بیولې دي.

د دې انسټیټیوټ رییس ډاکټر حمید الله حامد د شنبې په ورځ د فارغانو د جشنوارې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې د عامې روغتیا د ریاست په همکارۍ يې له څلورو څانګو څخه ۷۱ تنه فارغ کړي دي، چې دوی به په خوست کې د معیاري درملنې له لارې ټولنې ته خدمت وکړي:

((د استاد حکیم تڼیوال د منځنیو طبي زده کړو انسټیټیوټ څخه دا دریمه دوره فارغین دي، دا ځل یو اویا کسان موږ فارغ وو، چې په دې کې یوولس تنه يې نجونې دي او نور هلکان چې د لابراتوار، فارمسي او د نرسنګ په دریو څانګو کې هغوی تعلیم کړی دی موږ فارغ کړل، د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ سره موږ دوی جامعې ته وړاندې کوو، البته د ټولنې د ښه خدمت له پاره او موږ مسلکي افراد فارغ کړل.))

د خوست د عامې روغتیا رییس ډاکټر هدایت الله حمیدي مشال راډیو ته وویل، چې تر اوسه هم په ولسوالیو او لیرو پرتو سیمو کې سم نیمايي روغتیايي پرسونل غیر مسلکي خلک دي، چې د دې فارغانو په جذب سره به په خوست کې دا ستونزه تر یوه بریده حل شي:

((په رښتیا هم موږ د طبي خدمتونو له پاره پرسونل لرو، خو بیا هم په ولسوالیو کې ۵۰ فیصده غیر مسلکي افراد استخدام دي، یانې د انجیو ګانو له خوا غیر مسلکي کسان استخدام شوي دي، د یاد انسټیټیوټ د څلورو دورو د فارغانو په واسطه مو زموږ خدمات تر پخوا ډېر ښه شي.))

د فارغانو له ډلې څخه عبدالوهاب ستوري او محمد حنیف په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د تحصیل پر مهال لازمې عملي او نظري زده کړې کړي او کولای شي، خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي:

((زما نوم محمد حنیف دی او د نرسنګ څانګې څخه دویم نمره فارغ شوی یم، واقعاً موږ د خپلو استادانو څخه زیات خوشاله یو او دوی دې ژوندي وي، موږ سره یې زیاته خوارې کړې ده، زیات تکلیف يې کړی دی او موږ ته حتا د ستاژ په دوره کې راغلي دي، سره له دې چې د پوهنتون استادن وو، بیا هم راغلي دي، په شفاخانه کې يې زموږ کار لیدلی دی او موږ يې تعقیب کړي یو.

زما نوم عبدالوهاب ستوری دی، موږ به هڅه او کوښښ کوو، چې پیسو ته ونه ګورو، خپل کار ته وګورو، خپل ملت ته خدمت وکړو، هغه مشکلات او نیمګړتیاوې چې په شفاخانو او یا هم په شخصي کلینکونو کې شته، هغه مشکلاتو حل ته به کوښښ کوو، زموږ ټول کار دا نه دی چې موږ نن ورځ فارغ شو، بلکې کوښښ به مو داوي، چې په خپلو مسلکونو کې ځان ورسوو.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهندوی بادشاه زار عبدالي د فارغانو د زده کړو له بهیر څخه رضایت څرګندوي او وايي، چې هغوی ته د تحصیل پرمهال په شخصي او حکومتي روغتیايي سکټورنو کې د زده کړو او عملي تجربو د حاصلولو له پاره ښه شرایط برابر شوي وو:

((دوی تقریباً اکثریتو يې هم په پرایویټ شفاخانو کې او هم په دولتي شفاخانه کې دوی خپلې عملي زده کړي سرته رسولي دي، عملاً د نرسنګ په بخش کې، د لابراتوار په بخش کې دوی به لس یا دوولس نفره رالیږل، د تقسیم اوقات له مخې او موږ به هم دوی ته یو څه ورښودل، افغانستان کې چې څومره کراري راځي او څومره په کې قانون پلی کیږي، دلته به د هر چا مسلکي وړتیاوې په پام کې نیول کیږي، یانې تر دې وروسته به د مسلکي وړتیاوو له مخې کدرونه جذبیږي.))

د یادونې وړ ده تر اوسه هم د خوست د ډیریو سیمو اوسیدونکي د روغتیايي خدمتونو له نیمګړي بهیر څخه سرټکوي او وايي، چې په خپلو سیمو کې حتا لږو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسۍ نه لري.
XS
SM
MD
LG