د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریال ولي بابړ د وژنې کېس بل ښار ته وړل کيږي


د ټي وي چېنل جیو خبریال ولي خان بابړ د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ پر ۱۳ نېټه کراچۍ کې وژل شوی وو
د ټي وي چېنل جیو خبریال ولي خان بابړ د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ پر ۱۳ نېټه کراچۍ کې وژل شوی وو

کراچۍ :سیند حکومت پرېکړه کړې ده چې په کراچۍ ښار کې ځینې د حساس بڼې کېسونه د سیند صوبې یو بل ښار ته منتقل کړي. په دغو کېسونو کې یو په کراچۍ کې د وژل شوي پښتون خبریال ولي خان بابړ هم دی.


د ولي خان بابړ کورنۍ د دغه حکومتي پرېکړې هرکلی کړی دی. د هغه ورور مرتضا بابړ له مشال ریډیو سره په خبرو کې د زیارت پر ورځ ویلي دي، په کراچۍ کې د هغه د ورور د کېس چلېدل خطرناک شکل اختیار کړی دی.

"په دې کېس زموږ دوه وکیلان و، په هغې کې یو وکیل امریکا ته وتښتیدو او هلته یې د دې کېس په بنیاد سیاسي پناه واخیسته، بل وکیل د کېس چلیدلو پر وخت د یوه ګواه له وژلو وروسته لاسونه پورته کړل او د کېس له چلولو یې معذرت وکړ، درېیم وکیل نعمت علي رانداوا دوی مړ کړ. اوس د ولي بابړ د وژنې کېس چلولو ته هېڅ یو وکیل نه تیارېږي، پولیس والا هم وېرېږي، جج هم وېرېږي، میډیا هم وېرېږي او د خوف یو ماحول جوړ شوی دی، نو په دې کې د دې بل حل نه وو، چې دا کېس له کراچۍ بهر یو بل ښار ته منتقل شي"

ولي خان بابړ د یوه پراېوېټ پاکستاني ټي وي چېنل جیو خبریال وو، نوموړی د ۲۰۱۱ م کال د جنورۍ پر ۱۳ نېټه د کراچۍ په لیاقت اباد سیمه کې هغه مهال ووژل شو، چې له خپله دفتره کور ته پر لاره وو.

خبریال افضل ندیم ډوګر دغه کېس له شورو راهیسې وخت په وخت څیړلی دی. نوموړي له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې تراوسه د ولي خان بابړ د کېس په سلسله کې د ولي خان پرته پولیس سرتیري، مخبر، د پولیس افسر ورور او ګواهان وژل شوي دي.

"په دې کېس کې ۷ نور کسان هم په نښه شوي دي. قاضي ته هم دړکی ورکړل شوي دي. د کېس وکیلان او نور اړونده کسان په نښه شوي دي او په دې توګه د کېس ختمولو کوښښ شوی دی خو بیا هم د دې کېس یو یا دوه ګواهان ژوندي دي. اوس دا کېس له تېرو ۶ میاشتو راهیسې په اخري مرحله کې دی خو بیا یې هم د فیصلې ځنډولو کوښښ کېږي. له تېرې اوږدې مودې راهیسې د نیول شویو کسانو وکیل محکمې ته نه حاضرېږي او کله کله بیا سرکاري وکیل په رخصتي ولاړ شي"

د ولي خان بابړ ورور مرتضا بابړ وایي دوی ته هم دړکې ورکول کیږي چې له امله یې دوی له خپل پخواني کوره د ښار خوندي برخې ته کډه شوي دي او په کاروبار یې هم بدا غېز پرېوتی دی. مرتضا بابړ زیاتوي په کراچۍ کې له شورو شویو عملیاتو وروسته اوس د دوی دا هیله هم پیدا شوې ده چې انصاف به ورته میلاو شي.

"موږ ته دړکې هم راکول کیږي ، لالچ او د پیسو راکولو هم راته وایي ـ لازمي خبره ده چې هغوی د دې کېس چلونکي وکیلان، ګوهان او پولیس وژني نو په موږ هم صرفه نه کوي. موږ پخپله احتیاط کوو او امید لرو چې په انتظامي ډانچه کې د رامنځته شوو بدلونونو وروسته به موږ ته انصاف میلاو شي"

یاده دې وي د کراچۍ پولیسو د ولي خان بابړ د وژنې په تور ۵ کسان نیولي دي، د دغه کېس یو مرکزي کردار لیاقت تېر کال له پولیسو سره په مقابله کې وژل شوي خو په وژنه ککړ ځینې مشکوک کسان لاهم نه دي نیول شوي.
XS
SM
MD
LG