د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایرانه ګېس ته ضرورت لرو. عباسي


ایران: په چاهبهار کې د ایران ـ پاکستان د ګېس نللکې پروژې پرانستلو مراسم. ۱۱مارچ ۲۰۱۳م کال
ایران: په چاهبهار کې د ایران ـ پاکستان د ګېس نللکې پروژې پرانستلو مراسم. ۱۱مارچ ۲۰۱۳م کال

د ایران د تېلو وزیر بېجان نامدار زنګاني دولتي خبري اژانس فارس ته ویلي ول،داسې امکان دی چې له پاکستان سره د ګیس پایپ غځولو قراداد ختم کړل شي.


د پاکستان د تېلو او قدرتي سرچینو وزیر شاهد خاقان عباسي د پنجشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له یوه ټیلي وېژن سره د خبرو پر وخت وویل: ((له ایران سره د ګیس پایپ لاین قرارداد ځکه نشي ختمېدای چې پاکستان ګیس ته اړتیا لري.))


تر دې مخکې د ایران د تېلو وزیر بېجان نامدار زنګاني د چارشنبې پر ورځ د خپل هیواد نیمه دولتي خبري اژانس فارس ته ویلي ول: ((داسې امکان دی چې له پاکستان سره د ګیس پایپ غځولو قراداد ختم کړل شي.))

فارس خبري اژانس وايي، زنګاني په دې اړه نور هیڅ تفصیل ورنکړ.

که دا قرارداد عملي شي نو ایران به له راتلونکي کاله (۲۰۱۴ز) پاکستان ته هره ورځ ۲۱،۵ میلیونه مکعب میټره ګیس ورکوي.

پاکستان ته د دې ګیس پایپ لاین د غځولو پر پلان په ۱۹۹۰ز لسیزې خبرې پیل شوې وې خو بیا بیا د ځنډ ښکار شوې.

دا د ۷،۵ اربه (میلیارده) امریکايي ډالرو پروژه ده. ایران په سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي او شاوخوا ۹۰۰ کیلومیټره پایپ لاین یې د پاکستان تر پولې پورې غځولی دی چې تعمیراتي کار یې په بشپړېدو دی.

بل پلو ته پاکستان په دې ترځ کې لا لږ پرمختګ کړی دی ځکه چې یو خو پاکستان د پایپلاین غځولو پیسې نه لري او بل پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونو معامله یې هم په پام کې ده.

د ایران تېلو وزیر زنګاني څرګندونې پر داسې وخت مخې ته راغلې دي چې د پاکستان پېټرولو او قدرتي سرچینو وزیر شاهد خاقان عباسي دوه ورځې مخکې ویلي ول چې پر ایران اقتصادي بندیزونو ته په پام سره که دا پروژه عملي کېږي نو ښايي پاکستان ته سزا ورکړل شي.

تر اوسه ایرانيو چارواکو اصرار کاوه چې دا پروژه به عملي کوي.
XS
SM
MD
LG