د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمرود برېښنا کوټ دې ژر تر ژره جوړ کړل شي


د ګریډ سټېشن یوازې چاردیواري جوړه شوې وه خو تر اوسه ورته هېڅ مشینري نه ده راوړل شوې او دوی لا هم د بجلۍ د کمي له لاسه ګڼې ستونځې لري

مشال راډيو

د خېبر اجنسۍ جمرود تحصیل خلک وایي چې خواوشا دوه نیم کاله وړاندې د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر بېریسټر مسعود کوثر د جمرود لپاره د ( 132 KV) برېښنا کوټ (بجلي ګریډ سټیشن) پرانیسته کړې وه خو لا یې د جوړو کار نه دی بشپړ شوی.


دوی وايي چې په هغې وخت کې یې یوازې چاردیواري جوړه شوې وه خو تر اوسه ورته هېڅ مشینري نه ده راوړل شوې او دوی لا هم د بجلۍ د نشتوالی له امله له یو شمېر ستونځو سره مخامخ دي، دوی وايي چې باید پر دې باندې پاتې کار هم ژر تر ژره مکمل کړل شي.

د جمرود سیمې یو اوسیدونکۍ رسول خان مشال راډیو ته وایي، د بجلۍ کمي ده، ډېر سخت مشکلات لري، موږ د څښلو اوبه نه لرو، د ماشومانو تعلیم مو خراب دی، مېلمه کور ته نه شوي راوستلای، غم ښادي مو له بجلۍ سره تړلې ده، نو له سرکاره مو غوښتنه ده چې دا بجلۍ ګر دې ژر تر ژره راته جوړ کړي.

د جمرود سید شاه اپرېدی وايي، چې دیولونه یې جوړ شوي دي نو باید مشینری هم ورته راوړل شي او دا ګرډ سټیشن دې بې له ځنډه چلان کړل شي. بجلۍ په څلرویشت ګنټو کې تش یوه ګنټه راځي.

قبایلی سیمو ته د بجلۍ ورکولو کمپنۍ (ټیسکو) ایډیشنل ډایریکټر عارف وايي،چې د جمرود ګریډ سټېشن لپاره لومړی ۲۵ کروړه روپۍ منظورې شوې وې خو اوس ۷۸ کروړه روپۍ شوې نو د دې روپو په منظورۍ، ترسیل او د ګرډ سټیشن لپاره د سامان په اخیستو خامخا وخت لګېږي.
د دې منظوري له اسلام اباده شوېده او د هغې فنډ چې راځي، وخت اخلي، چې کله پیسې راشي نو بیا له یونیمه تر دوو کالو پورې په جوړولو لګېږي.

د جمرود سیمې خلک وايي چې دا دوی د پاره یوه لویه تر قیاتی منصوبه ده او که کار پرې مکمل کړل شي نو دوی ته به ترې ډیرې ګټې ورسېږي.
XS
SM
MD
LG