د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د خپل منزل مزل ډېر رالنډ کړی دی


د افغان حکومت واک د وګړو ګڼې برخې ته د پراخیدو په حال کې دی، په ټولنه کې د پراختیایې کارونو په برکت په خلکو کې د طالبانو محبوبیت کم شوی

انګلستان چاپ ورځپاڼې ، ګارډیېن تر دې سرلیک لاندې: د استرالیا هیواد په افغانستان کې هېڅکله د بري په فکر کې نه و، یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یې لیکې:


له کومې ورځې چې د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د زرونو عسکرو او میلیاردونو ډالرو مرستو ته ژمن شو، خو د واشنګټن پوځي او سیاسي ماغزه یې د عراق اشغال ته متوجه کړل، او یوازې محدودې سرچینې یې په افغانستان کې پرېښودې، او په دې سره د افغانستان د بري امکانات له منځه ولاړل.

ورځپاڼه لیکي: ټېکنالوژي ډيره ښه ده، خو زیات شمېر ځواکونه هم خپل ځای او اهمیت لري او په افغانستان کې هېڅکله کافي ځواکونه نه وو چې موجودې ستونزې له منځه یوسي.

ګارډیېن لیکې: په افغانستان کې به د بري مخالفه کلمه ناکامي نه وي. له ۲۰۱۴ م کال وروسته افغانستان به، د ۲۰۰۱ کال افغانستان په څير نه وي. دا هیواد به د ډیموکراسۍ یو ماډل نه وي او هېڅکله به هم نشي. د حکومت واک به د هیواد ګوټ ګوت ته ونه رسیږي او دا کار په تیرو وختونو کې هم ندی عملي شوی. اداري فساد به له افغانستانه ورک نشي او دا به واقعي قضاوت نه وي چې ووایو په دې هیواد کې دا ستونزه د تلو په حال کې ده.

د ورځپاڼې په باور، د افغان حکومت واک د نفوسو زیات شمېر وګړو ته د پراخیدو په حال کې دی، په ټولنه کې د پراختیایې کارونو په برکت په خلکو کې د طالبانو محبوبیت کم شوی، د منځنۍ کچې ګټندویه کسانو شمېر مخ په زیاتیدو دی، د روغتیا او ښوونې په برخو کې د نظر وړ پرمختګونه شوي او تر ټولو مهم هدف چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو د روزنې، پلان جوړولو ، لوېدیځ د حملو په ځای نه اوړي، تر ډېرحده ترلاسه شوی دی. دا ټول کارونه په یقین سره بری نه ګڼل کیږې، خو په حقیقت کې له ناکامۍ څخه ډېر اوږد واټن لري.
XS
SM
MD
LG