د لاسرسي ځای

تازه خبر

لندن کې د کرزي او شریف لیدنه


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سلا شو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د تنظیمولو په اړه د لندن په ډاونینګ سټریټ کي د افغانانو غوښتنې ومني.

انګلستان چاپ، ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کي د ولسمشرکرزي او نواز شریف د خبرو په اړه یو مضمون خپور کړی او د پیل په کرښو کي یې لیکي.


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف سلا شو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د تنظیمولو په اړه د لندن په ډاونینګ سټریټ کي د افغانانو غوښتنې ومني.

ورځپاڼه لیکي: د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د نواز شریف او حامد کرزي تر منځ غونډې کوربه شو او هڅه یي وکړه چې دا دوه ګاونډی هیوادونه له طالبانو سره د سولې په کار کي د همکارۍ په مقصد د خبرو میز ته کښېنوي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي: هغه هلې ځلې چې طالبان د ولسمشر کرزي حکومت سره خبرو ته وهڅوي، تراوسه نه دي بریالۍ شوې. د کابل حکومت ټولې هیلې د طالبانو په مرستیال مشر ملا عبدالغنی برادر متمرکزې دي او داسي ویل کیږې چې نوموړی د افغانستان د سولې د عالي شوری د هلو ځلو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان حکومت، ملا برادر تر دې وروستیو پورې په جیل کي ساتلې وو او داسې ویل کیږې چې اسلام آباد د سولې هره هغه هڅه ناکاموي چې په افغانستان کي د پاکستان د اوږدې مودې اغېز او ګټو ته زیان ورسوي.

ټایمز وړاندي لیکي: انګلیس چارواکي وایي، دوی په احتیاط سره خوشبینه دي چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکې ممکن ښه شي. دوی دا هم مني چې په تیره فبرورۍ میاشت کې د ډیویډ کامرون په کلي کي د پاکستان او افغانستان د مشرانو په غونډې کې شوې، زیاتې ژمنې نه دي عملي شوي.
خو له دغو نیمګړتیاو سره سره، دبرتیانیا وزیر اعظم ډیویډ کامرون لا هم په دې باور دی چې بریتانیا د امریکا په نسبت د کابل او اسلام آباد تر منځ د منځګړتوب ښه اړیکې پر مخ وړي او لندن به د وسله والو جګړو په ختمیدو کي ډېره مهمه ونډه ولري.
XS
SM
MD
LG