د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا وزیراعلا ښکنځلې کوي. اپوزیشن


د پښتونخوا اسمبلۍ
د پښتونخوا اسمبلۍ

د اې اېن پي د اسمبلۍ غړي جعفر شاه وویل، په تیر حکومت کې چې پرویز خټک څلور کاله وزیر وو نو هغه وخت یې ولې په تېر حکومت دا رقم نیوکې نه کولې

مشال راډيو

تیر ماښام د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کی د مخالفو ګوندونو غړو له حکومته ګیله وکړه چې حکومت خپلو ۶۲ پارلماني غړو ته په خپلو خپلو حلقو کې د پرمختیايي کارونو لپاره ځانګړي فنډونه ورکړي دي او په کار ده د انصاف او برابری پر بنیاد د اسمبلۍ ټولو غړو ته یو ډول فنډونه ووېشل شي خو په ځواب کې د پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک د اسمبلۍ په فلور پر تېر حکومت نیوکې وکړې او ویې ویل چې د څلور کاله وزارته پس چې کله هغه استعفا ورکړه او په تحریک انصاف کې شامل شو نو بیا ورته حکومت یوه پیسه هم نه وه ورکړې-


وزیر اعلا پرویز خټک اسمبلۍ ته په خپلو خبرو کې پر تېر صوبايي حکومت تورونه ولګول:

"کوم یو شی ستاسې په حکومت کې سپا وو، کوم یو کار بغیر د پیسو شوی وو، هر یو شی به په پیسو خرڅیدو، اعظم هوتي صیب وايي، چې تاسې درې کروړه ډالر اخیستې دي، ستاسو خلاف خو کاروايي په کار ده."

د وزیر اعلا له دې وینا وروستو اپوزیشن وغوښتل چې د وزیر اعلا د تورونو په ځواب کی خپل سپیناوی وکړي خو د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر هغوی ته موقع ورنه کړه او د اسمبلۍ غونډه یې وځنډوله خو د اسمبلۍ تر غونډې وروستو مخالفو ګوندونو له خبریالانو سره په خبرو کې د وزیر اعلا پرویز خټک پر وینا سختې نیوکې وکړې او د هغه وینا یې د هغه له منصب او شان سره ناسمه وبلله-

د عوامي نېشنل ګوند پارلیماني مشر سردا حسېن بابک مشال ریډیو ته وویل:

"وزیر اعلا صیب تقریر نه دی کړی هغه ښکنځلې کړې دي، او په کار دا وه چې وزیر اعلا صیب هلته ولاړ وای چې موږ یې هم اوریدلي وائ خو د اسمبلۍ سپیکر طرفداري وکړه او موږ ته یې د ځواب موقع را نکړه، وزیر اعلا په ډاګه دا خبره وکړه چې زه به خپلو غړو ته فنډونه ورکوم او پردو[د اپوزیشن غړو له] ته به یې نه ورکوم، د صوبې ولس دې دا واوري چې دا د دوی انصاف او مساوات دی"

جمعیت علماء اسلام پارلیماني مشر مولانا لطف الرحمان د وزیر اعلا پرویز خټک د تقریر په غبرګون کې مشال ریډیو ته وویل:

"زما خو دا توقع نه وه چې وزیر اعلا صیب به داسې تقریر کوي او مخالف ګوندونو ته به داسې ځواب ورکوي، موږ ورته هم دومره وویل چې تاسې د انصاف په ناره راغلي یاست او د روایتي سیاست د نه کولو مو ویلی ول، نو پر دغه توقع د اپوزیشن غړي په اسمبلۍ کی پاڅېدل چې تاسو دغه انصاف اول په دې اسمبلۍ کې دننه خو قايم کړي"

د عوامي نېشنل ګوند د اسمبلۍ غړي جعفر شاه مشال ریډیو ته وویل، په تیر حکومت کې چې پرویز خټک څلور کاله وزیر وو نو هغه وخت یې ولې په تېر حکومت دا رقم نیوکې نه کولې:

"دی چې په تېر حکومت کې وزیر وو نو هر څه ورته سم ښکارېدل او په اسمبلۍ کی به پاڅېدلی چې هر څه ښه سم دي، نو دا نن دا خبرې غلطې شوې"

مخالف ګوندونو تیر ماښام د اسمبلۍ په غونډه کې پر حکومت په دې لړ کې هم نیوکې وکړې چې د موجوده صوبايي حکومت له کافي مودې تېرېدو پرته په یوه ضلع کې هم پرمختیايي کارونه نه دې پیل شوي خو د حکومت دا دریځ وو چې دوی د درغلیو او کمیشنونو د مخنوي لپاره تګلاره جوړوي او د هغې وروستو به پرمختیايي کارونه پېلوي.
XS
SM
MD
LG