د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: څلور مشکوک ترهګر له ۲۱منه باروتو سره ګرفتار


د متنو تاڼې ایس ایچ او عابد الرحمان وايي، چې د متنو په سره درګۍ کلي کې دا څلور کسان د پولیسو او نورو امنیتي ادارو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي

مشال راډيو

پيښور: د پېښور په ناآرامه سیمه متنو کې پرون د ګل پر ورځ څلور تره ګر له ۲۱ منه باروتو سره یو ځای نیول شوی دی او په نیول شویو کسانو کې په کیسه خانۍ کې د وروستۍ بمي چاودنې ککړ تن هم شامل دی.


په دی لړ کې د متنو تاڼې ایس ایچ او عابد الرحمان مشال راډیو ته وویل، چې د متنو په سره درګۍ کلي کې دا څلور کسان د پولیسو او نورو امنیتي ادارو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي

"د دې څلورو تره ګرو په اړه اطلاع وه او ددوی پر ضد په عملیاتو کې پولیس هم وو او نورې امنیتي ادارې هم وې او د دوی له ولکې ۲۱ منه یا ۸۴۰ کلوګرامه باروت هم نیول شوي دي او یو کلاشنکوف درې تمانچې ورسره هم نیول شوې دي"

د مشال ریډیو سره په خبرو کې ایس ایچ او عابد الرحمان زیاته کړه چې په نیول شویو څلورو کسانو کې یو تن د کیسه خوانۍ په وروستۍ خونړۍ بمي چاودنو کې لاس درلود او په دې لړ کې نورې پلټنې روانې دي.

ایس ایچ او عابد الرحمان وویل چې تورن کسان یې عدالت ته هم وړاندې کړې دي او عدالت د پلټنو ترسره کولو لپاره دوی ته دا اجازه ورکړې ده چې دغه ملزمان دې د څلورو ورځو لپاره په خپل حراست کې وساتي.

د یادونې وړ ده چې په پېښور کې د کوهاټۍ د کلیسا او د کیسه خوانۍ د بمي چاودنو وروستو پولیسو او نورو امنیتي ادارو د پېښور په یو شمیر سیمو کې د لټون عملیات پیل کړي دي او د محرم د رانیزدې کېدو سره سره پولیسو او نورو امنیتي ادارو دا عملیات نور هم تیز کړي دي او د محرم لپاره د پېښور امنیت نور هم سخت کړل شوی دی-
XS
SM
MD
LG