د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلي: مرکزي حکومت زموږ له چغو خوند اخلي


اسرار الله ګنډه پور د قانوني او پارلېماني چارو صوبايي وزیر وو.
اسرار الله ګنډه پور د قانوني او پارلېماني چارو صوبايي وزیر وو.

پېښور - د لوی اختر پر لومړۍ ورځ په ځانمرګي برید کې د وژل شوي صوبايي وزیر اسرار الله خان ګنډه پور په اړه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کې صوبايي وزیرانو د پاکستان پر وفاقي حکومت سختې نیوکې وکړې.


صوبايي وزیرانو پر وفاقي حکومت تور پورې کړ چې د ترهګرۍ تر پېښو وروسته د وینو او مړو ننداره کوي او دا چې که د اسلام اباد ټول ګوندیزې غونډې په رڼا کې له وسله والو سره د خبرو لړۍ پیل نه کړل شوه نو بیا به د پښتونخوا حکومت په خپله دا کار کوي.

د اسرار الله خان ګنډه پور د وژنې پړه انصار المجاهدین نومي وسله والې ډلې منلې وه.

د جمعې پر ماښام اسمبلۍ ته د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وویل، که چېرې د مذاکراتو له لارې د ترهګرۍ او امنیت ستونزې هواري په لړ کې دوی له مرکزي حکومته مطمین نه شول نو خپله به بیا دا کار وکړي:

((موږ د دې له وجې له مرکزي حکومت سره ولاړ یو چې په نظر کې یو والی راشي. او د دې ستونزې هواري لپاره پر مخ لاړ شو. خو که چېرې موږ د مذاکراتو له لارې د دې ستونزې حل په لړ کې له مرکزي حکومته مطمین نه وو نو صوبايي حکومت به بیا خپلې فیصلې په خپله کوي.))

سینییر (مشر) صوبايي وزیر سراج الحق د نا امنۍ ختمولو په لړ کې پر مرکزي حکومت سختې نیوکې وکړې: ((مرکزي حکومت ته ټول ولس یو مینډېټ ورکړ چې مذاکرات په کار دي خو د دې مذاکراتو په اړه خو موږ پوه نه شو. وزیر اعظم صیب چین، امریکا او افغانستان ته تللای شي خو وزیر اعظم د مذاکراتو لپاره څه تګلاره نشي جوړولای. زه په شک کې یم. زه خو دا خبره ښه په ډاګه کوم چې مرکزي حکومت زموږ د لاشونو (مړو، جسدونو) تماشا کوي. مرکزي حکومت زموږ له چغو خوند اخلي. د مرکزي حکومت په اېجنډې کې دا نشته چې په خیبر پښتونخوا کې دې امن قایم شي.))

سراج الحق وویل، که چېرې وفاقي حکومت له وسله والو سره د خبرو اترو بهیر پیل نه کړ، نو بیا به د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر د مذاکراتو د دې لړۍ مشري په خپله وکړي.

ده وویل، قبایلي سیمې د نا امنۍ د ستونزې مرکز دی او دا د مرکزي حکومت تر واک لاندې دي.

د سېپټېمبر په میاشت کې په اسلام اباد کې په شوې ټولګوندیزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې له وسله والو طالبانو سره باید خبرې وشي. خو تر دې وروسته په پېښور کې درې لویې پېښې وشوې چې په کې سلګونه کسان ووژل شول او بیا د اختر پر لومړۍ ورځ، په اسماعیل خان ډېرې کې صوبايي وزیر اسرار الله خان ګنډه پور هم ووژل شو.

تر دې وروسته د تحریک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا پر اېتلافي حکومت زښتې نیوکې وشوې چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.
XS
SM
MD
LG