د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بريدونه قبایل له ترهګرو ژغوري


په وزيرستان کې ځايي خلک ډرون بريدونه له ترهګرو د ځان ساتنې يوازينۍ وسيله ګڼې ځکه حکومت هلته د فعاله وسله والو ډلو پر ضد ګامونه نه پورته کوي

په کرسچين ساينس مانيټر ورځپاڼه کې طهه صديقي ليکي، څرنګه چې په روانه اونۍ کې د ډرون بريدونو په اړه بحثونه زيات شوي، د امنيتي چارو د کارپوهانو، ځايي خلکو او د غېر سرکاري تنظيمونو د کارکوونکو لخوا ورکړل شوي رپورټونه له هغه څه سره توپير لري چې د پاکستان حکومت يې وړاندې کوي.


د نواز شريف حکومت په وار وار پر امريکا د ډرون بريدونو د درولو غږ کړی دی چې افغانستان ته په ورڅېرمه قبايلي سيمو کې تر سره کيږي او داسي شک کيږي چې همدلته د القاعده په شان ترهګرې ډلې پټن ځايونه لري. د پاکستان حکومت وايي چې ډرون بريدونو د دوی د ملي حاکميت په ضد دي او د سياسي ګوندونو لخوا پر دوی ډېر فشار دی ځکه هغوی تور لګوي چې په دې بريدونو کې ولسي وګړي وژل کيږي.

ورځپاڼه ليکي، په قبايلي سيمو کې د ډرون د ملاتړ په اړه سروې کول ډېر ګران کار دی خو زياتره شننې د دې په اړه ناخوښي څرګندوي. په ناڅاپه ډول امريکا ته د نواز شريف د سفر پر مهال د بخښنې نړيوال سازمان په پاکستان کې د امريکايي ډرون بريدونو په اړه راپور خپور کړی چې له مخې يې د ۲۰۱۲م کال راهيسې په دې بريدونو کې لږ تر لږه ۲۹ وسله وال وژل شوي دي چې دا امکان دی چې ولسي وګړي هم پکې وژل شوي يا ژوبل شوي وي.

ورځپاڼه زياتوي، بل خوا ځايي قبايل ډرون بريدونو ته په بېل نظر ګوري. په قبايلي سيمو کې د امن پر پروژو یو کارکوونکی تنظيم ټرايبل ډوېلپمنټ نېټ ورک مشر نظام داوړ وايي، په وزيرستان کې ځايي خلک ډرون بريدونه له ترهګرو د خپلې ساتنې يوازينۍ وسيله ګڼې ځکه حکومت په دې سيمو کې د فعاله وسله والو ډلو په ضد ګامونه نه پورته کوي. نوموړی زياتوي، کېدای شي دا رښتيا وي چې په آسمان کې د ګرځېدونکو ډرون له وجې پر خلکو منفي نفسياتي اثرات لويږي خو دی وايي کله چې هم سيمې ته ورغلی نو خلک يې ليدلي چې د ترهګرو بريدونو او د پوځ له بمبارۍ څخه ويره لري ځکه دوی پوهيږي چې ډرون يوازي هغه خلک وژني چې طالبان يا د هغوی ملګري وي.

داوړ د ډرون بريدونو په اړه د تر سره شوو سروې ګانو په اړه وايي چې په قبايلي سيمو کې زياتره سروې ګانې هغه خلک کوي چې طالبانو ته نږدې وي نو په همدې خاطر هغوی رښتيا نه وايي او نه هم ځايي خلک د طالبانو له ويرې څېړونکو ته رښتيا ويلای شي آن دا چې د پاکستان لوی رسنۍ هم د طالبانو له ويرې د ډرون په اړه حقيقت نشي ويلای.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د ډرون بريدونو د رابور ورکولو پر وخت خبريالان هم له مشکل سره مخامخ کيږي. د پاکستان د قبايلي سيمو د خبريالانو د تنظيم پخوانی مشر صفدر حيات وايي، په زياتره داسي سيمو کې ګرځ بنديز وي چيري چې ډرون بريد تر سره کيږي او بل د دې سيمو کنټرولونکي که هغه پوځ دی يا که طالبان، داسي وياند نلري چې په دې اړه خبرو کولو ته راضي شي. نوموړی زياتوي چې بيا هم دوی يوازې د طالبانو يا د پوځ پر مالوماتو تکيه کوي ځکه په آزاده توګه د دا ډول مالوماتو تر لاسه کول ډېره ګرانه ده.

ورځپاڼه په پای کې ليکي، د امنيتي چارو کارپوهان فکر کوي چې په پاکستان کې د ډرون په اړه مخالف نظر لر د پوځ لخوا کنټوليږي چې غواړي دفاعي چارو کې د خپلې خوښې تګلاره پرمخ بوځي. د امنيتي چارو کارپوهه عايشه صديقه ورځپاڼې ته ويلي چې پاکستان له نړۍ سره دوه ګونې تګلاره پر مخ بيايي. يو خوا ته دوی په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي نو بلې خوا ته له امريکا څخه پوځي مرستې تر لاسه کوي. نوموړې زياتوي چې په غېر سرکاري ډول د حکومت ډېری نمايندګان ډرون بريدوه موثره ګڼي خو په سرکاري توګه بيا بېل نظر لري.
XS
SM
MD
LG