د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا: ” ليسانس لرو خو کار نه لرو“


په ملکي ادارو کې د ۱۲م ټولګي فارغو کسانو ته د خپلولۍ پر اساس دندې ورکړل شوې خو له پوهنتونونو فارغه ځوانان لا هم د کار په لټه بې کاره ګرځي.

په پکتيا کې ډېر ځوانان چې له پوهنتونونو څخه فارغ شوي يا نيمه عالي زده کړې کړې دي وايي چې دوی ته په دولتي ملکي ادارو په دې بهانه کار نه ورکول کيږي چې دوی کاري تجربه نه لري، دوی غوښتنه کوي چې که کار ورنه کړل شي نو څنګه به وکولای شي چې کاري تجربه پيدا کړي.


د پکتيا ګڼ شمېر هغه ځوانان چې د هيواد په کچه يې په بېلابېلو پوهنتونونواو دارلمعالمينونو کې د ليسانس تر کچې زده کړې بشپړې کړې وايي چې دوی ته په دولتي ادارو کې په دې بهانه چې کاري تجربه نه لري، کار نه ورکول کيږي.

دغه ځوانان وايي چې دوی په ولايت کې د بېلابېلو ادارو دروازې د کار پيدا کېدو په موخه ورټکولې دي خو دوی ته کار ځکه نه دی ورکړل شوی، چې د ادارو مسولين يې په سر کې د کاري تجربې پوښتنه کوي.

دغه ځوانان وايي چې که دولت ځوانانو ته د کار پيدا کېدو په موخه جدي اقدام ونه کړي، د دولت له پاره به يو لوی سرخوږی وي، د دوی په خبره چې که دوی ادارو ته ورننوځي نو څنګه به وکولای شي چې کاري تجربه پيدا کړي؟

” زما نوم عبدالمالک له زراعت پوهنځي څخه فارغ يم، خو په دې يو دوه کالو کې نه يم توانېدلی چې وظيفه پيدا کړم، دلته هغه څوک وظيفه پيداکوي چې واسطه لري يا پيسې ورکوي، زما له دولته غوښتنه ده چې د ځوانانو سرنوشت دې وټاکي“

” نصرالله يم، د پکتيا دارلمعالمين څخه فارغ شوی يم، چې اوسه پورې کومې ادارې ته ورغلی يم، ماته وظيفه نه راکوي وايي چې ته کاري تجربه نه لرې، نو زه به کاري تجربه چېرته پيدا کوم، چې دوی کار رانکړي“

” نوم مې محمد رفيق دی، تر اوسه پورې په وظيفه پسې ګرځو خو وظيفه مو نه ده پيدا کړې، کله مو چې کومې ادارې ته خپل اسناد وړاندې کړي چې وظيفه راکړي، نو دوی ويلي دي چې تاسو کاري تجربه نه لرئ نه شئ کولای چې وظيفه په مخ بوځئ، نو موږ به دا کاري تجربه څنګه پيدا کړو“


يوازې دغه ليسانسه ځوانان نه دي چې د کار له نشتوالي څخه سر ټکوي په پکتيا کې ډېر نور ځوانان هم همداسې ګرځي او شکايت کوي چې دولت ورته د کار په پيدا کولو کې پاتې راغلي او د سالم مصروفيت نشتوالي له ګڼو ټولنيزو ستونزو سره مخ کړي.

په پکتيا کې د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالصمد مصلح د ازادۍ راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی د لېسانسو د ستونزو د هواري له پاره تر دې مهاله څه کړي، وويل

” دا د اصلاحات اداري د قانون په اساس هرڅوک چې يوې څوکۍ ته راځي بايد کاري تجربه ولري او په دې برخه کې زه نورې خبرې نه شم کوی او تاسو کولای شئ چې له هغوی پوښتنه وکړئ“

د کار او ټولنيزو چارو ريس عبدالصمد مصلح نه غواړي چې په دې برخه کې د خپلو کارونو په اړه نورې خبرې وکړي، خو وايي د ليسانسه ځوانانو په دنده ګمارنه د اداري اصلاحاتو مسوليت دی او د هغوی د قانون له مخې بايد کاري تجربه ولري.

موږ هڅه وکړه چې په دې برخه کې د اداري اصلاحاتو د کميسون د مسولو چارواکو نظر هم په دې برخه کې ترلاسه کړو، خو د پرلپسې هڅو سره، سره بيا هم ونه توانېدو چې د دوی نظر ترلاسه کړو.

په پکتيا کې فعالې مدنې ټولنې په دولتي ادارو د بې کيفايتۍ تور پورې کوي وايي چې له پوهنتونونو څخه فارغ دغه کسان که ادارو ته شامل شي، ښايي ادارو کې ډېر تغير راولي او د تغير په صورت کې دغه ريسان او اداري مامورين په خپل ځای نه پاتې کيږي.

د سراب جريدې مسول اسمعيل لاروی وايي په ملکي ادارو کې د ۱۲ ټولګيو فارغو کسانو ته هم د خپلولۍ او واسطو پر اساس دندې ورکړل شوې خو له پوهنتونونو فارغه ځوانان لا هم د کار په لټه بې کاره ګرځي.

”رښتيا هم که په پکتيا کې وګورو وړ کسانو ته دنده نه ورکول کيږي، ډېر هغه ځوانان چې له پوهنتونونو څخه فارغ دي وزګار ګرځي، که په ادارو کې وګورو د ۱۲ ټولګيو څخه فارغ کسان هم په دندو ګمارل شوي، دلته يوازې پيسه او واسطه کارول کيږي لياقت او وړتيا په نظر کې نه نيول کيږي “

له پوهنتونونو څخه فارغ شوي ځوانان په داسې حال کې د کار نه پيدا کېدو شکايت کوي چې د پکتيا ډېرې ملکي او نظامي ادارې په مرکز او ولسواليو کې د پرسونول د کموالي له امله تړلې يا هم غير فعال دي.

راپور - داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG