د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نیمګړې ولسواکي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

ورځپاڼه ليکي په 1999م کې د نواز شریف له واکه تر لېرې کېدلو وړاندې د ډېرو کتونکو دا سوچ و چې هېواد د جمهوریت په لاره روان دی خو دا غلطه ثابته شوه.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د هېواد له پوځه نه وېریږي نو هم په دې وجه نوموړی پخوا د پوځ لخوا د وزیراعظم د چوکۍ نه لرې کړل شو. د ورځپاڼې په خبره د خپل اوسني واک په سر کې نواز شریف یوه قوي اشاره ورکړه او هغه دا ده چې د خارجه او دفاع وزارتونه ېې له ځان سره وساتل.


ورځپاڼه ليکي په 1999م کې د نواز شریف له واکه تر لېرې کېدلو وړاندې د ډېرو کتونکو دا سوچ و چې هېواد د جمهوریت په لاره روان دی خو دا غلطه ثابته شوه.

د ورځپاڼې په خبره اوس د هېواد پوځ بله کودتاه کول نه غواړي خو بیا ېې هم د استثني سره تر ډېر حده اثر دوام لري. د پاکستان آیین پوځ نور هم قوي کوي چې لوی عدالتونه د پوځ پر ضد کاروايي نه شي کولی.

ورځپاڼه لیکي د پوځ اقتصادي کنټرول چې له غلې واخلې تر سیمټو پورې دی، هېڅ پوښتنه ترې نه کیږي.

نیو یارک ټایمز لیکي په ملک کې د وسله والو د خونړیو حملو باوجود هم د نواز شریف حکومت واضحه امنیتي او د ترهګرۍ ضد سټراټيژي نه لري. خو دا ضرور شوې چې د راتلونکي کال دفاعي بجټ تر 15 فیصده سېوا شوی دی.

ورځپاڼه ليکي هر کال د امریکا حکومت ته قانوناً په کار وي چې د امنیت په برخه کې تر مرسته ورکولو مخکې باید د پاکستان مسلح ځواکونه د ترهه ګري ضد په ځينو معیارونو پوره وخېژي. خو تېر کال د اوباما انتظامیې په چوپه سره دغه اړتیا له مینځه یووړه، چې ورځپاڼه یې یو ښه ګام نه بولي.
XS
SM
MD
LG