د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې وزلي او پېغلتوب راته سور اور دی


"ما د نرسنګ زده کول غوښتل خو اکثر ځایونو کې د کراچۍ شناختي کارډ غوښت، زما په شناختي کارډ د سوات پته لیک وه، نو ځکه ماته داخله میلاو نه شوه."

کراچۍ : نسرین سهر د خېبر پښتونخوا د سوات سیمې یوه پېغله ده چې پنځه کاله وړاندې د بدامنۍ له وجې کراچۍ ته کوچېدلې ده.


۲۳ کلنه نسرین د سوات په امان کوټ سیمه کې په یوه مسیحي کورنۍ کې پیدا شوې ده. هغه وایي په خپله سیمه کې یې زده کړې کولې خو کله چې هغه کالج ته لاړه نو حالات خراب شول او له دې وجې کراچۍ ته کډه شوله.

نسرین سهر وایي کراچۍ ته د راتلو سمدستي روسته یې د په یوه نرسنګ کالج کې د داخلیدو کوښښ وکړو خو بریالۍ نه شوه:

"ما د نرسنګ زده کول غوښتل خو اکثر ځایونو کې د کراچۍ شناختي کارډ غوښت، زما په شناختي کارډ د سوات پته لیک وه، نو ځکه ماته داخله میلاو نه شوه."

د نسرین پلار وفات شوی خو د هغې مور، دوې پېغلې خویندې او دوه کوچني وروڼه یې ژوندي دي چې د هغوی د ګوله ډوډۍ موندلو لپاره نسرین په کراچۍ کې یو شمیر دندې یا نوکریانې ترسره کړي دي. خو د هغې په وینا تر اوسه پخه نوکري نه ده ورته میلاو شوې.

"ما چې هر ځای نوکري کړې ده نو زیاتره خلک راته د ملګرتیا کولو وایي، ځینې خلک راته د واده کولو وایي، که څوک راته د مرستې کولو هم وایي نو بیا د هغې په زړه کې نور څه وي..... . خلک دې ته نه ګوري د دې ښځې تر شا به کورنۍ وي او ددې په ګټه وټه پسې به د یوې کورنۍ ژوند تړل شوي وي."

نسرین سهر زیاتوي په کراچۍ کې د یوې بې کوره پېغلې لپاره تر ټولو ګران کار د خپل ځان لپاره د شپې ځای برابرول دي. هغه وایي د بې روزګارۍ ورځې یې هم تېرې کړي دي او داسې وختونه راغلي دي چې ټوله ټوله ورځ یې هېڅ نه دي خوړلي:

"زه په دې هېله کراچۍ ته راغلې وم چې په نرسنګ کې به راته داخله میلاو شي او بیا به په هاسټل کې اوسېږم، خو هغسې ونه شوه، اوس د یوه سیندي شاعر له کورنۍ سره اوسیږم، ډېر داسې وختونه مې لیدلي دي چې له لوږې مې روژې نیولي دي."

له سواته کراچۍ ته راغلې دا پېغله په پښتو او اردو ژبو کې شاعري هم کوي. هغه وایي له ماشومتوبه یې هېڅکله دا فکر نه و کړې چې شاعره به جوړیږي ، خو د ژوند ترخو تجربو او مشاهدو په دې مجبوره کړې چې خپل احساسات په لفظونو کې ونغاړي او د خپل زړه بړاس پرې سپک کړي.

زما په تورو سترګو کې اوښکې نشته
خو زه په سلګو یم او ژړا یمه
زه په شونډو فریاد نه ساتم
خو د دنیا له خبرو په غم کې اخته یمه
خلک وایي په دنیا کې یوه لویه هستي ده
خو زه له دې هستۍ نه هم خفه یمه
ژوند مې لاړو تمام شولو سهر
اوس خبره شوم چې زه په خطا یمه

اردو شعر

مې تنها میرا دل تنها او دل کی موت بهی تنهايي مې
کون جانی کیا کیا نه هوا ای سهر! اس لمحه جدایی مې

ژباړه :

زه یوازې،زما زړه هم یوازې او زړه مې هم په یوازیتوب کې مړ شو
ای سهر! هیچا ته پته نشته چې د بېلتون په دې شېبو کې څه څه وشول

نسرین سهر زیاتوي د خپلو خویندو او وروڼو ودونه کول او د هغوی کورونه ابادول یې یو لوی هدف دی او دا موخه ترلاسه کول هغې ته تر یوه لویه ننګونه او چیلنج دی خو دا ۲۳ کلنه پېغله باور لري چې د نرسنګ په برخه کې به خامخا زده کړې کوي او د دایي تر جوړیدو روسته به د دغو ستونزو د هوارولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG