د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوګياڼو کې نښته ختمه شوه


د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې چې د یکشنبې پر شپه وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوسته یرغل کړی وو، بېګا ماښام پای ته ورسېد

مشال راډيو

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې يې ۱۴ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې چې د اتوار په شپه وسله والو طالبانو د سرحدي پوليسو په پوسته جګړه پيل کړې وه، تيره ماښام پای ته رسيدلې.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان فضل احمد شيرزاد مشال راډيو ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دغه نښه کې يې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه يې ژوبل شوي دي. دی وايي:

(( طالبانو د نورو خارجي خلکو په مرسته زموږ زموږ د سينګاني پوسته باندې چې د سرحدي پوليسو ډيره ليرې پرته پوسته ده، پر هغو بريد کړی و. زه هلته ورغلم، زموږ ټول امنيتي ځواکونه راسره و چې په دغه کې ۱۴ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ۸ نفر يې وژل شوي او ۶ نفر يې ډير شديد ټپيان وو شايد هغه هم له منځه تللي وي. له هغو څخه مو درې ميله وسلې په لاس راوړي، مهمات مو په لاس راوړي، اوس هلته امن دی، او هغو پوليسو ته مو ډير اکمالات ورسول.))

دا چې په ياده نښته کې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او که څنګه، دا پوښتنه فضل احمد شيرزاد دا رنګه ځوابوي:

(( دا حتمي ده چې په جګړه کې به حمتاٌ تلفات وي، بې قربانيو دې وطن ته موږ امن نه شو راوستلای، چې يو پوليس په کې وژل شوی، او په جګړه کې هيڅ ټپي نه لري او ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

بلخوا د وسله والو طالبانو يو تن وياند قاري يوسف احمدي په يوه را استول شوي پيغام کې ويلي چې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې يې ۹ تنه سرحدي پوليس وژلي او ۱۳ تنه يې ټپيان کړي او خپلې غاړې ته د د درې تنو د وژل کيدو او څلورو تنو د ټپي کيدو خبر ورکوي.
XS
SM
MD
LG